د مشرانو جرګې د مرستیال په امر د لوګر مدني فعال زنداني شو
خبریال وېبپاڼه/ وروسته له هغه چې خبریال وېبپاڼې په غصب او ناامنیو کې د مشرانو جرګې د دویم مرستیال او په دې جرګه کې د لوګرد خلکو استازي اکبر ستانکزي د لاس لرلو په تړاو راپور نشر کړ، د ستانکزي په امر د پولیسو لخوا یو مدني فعال لومړی وګواښل شو او وروسته د څېړنو په پلمه بندي شو.
د لوګر اوسېدونکو له خبریال وېبپاڼې سره په خبرو کې د مشرانو جرګې دویم مرستیال اکبر ستانکزی، د لوګر والي اجمل شاه پور، د لایتي شورا رییس حسیب ستانکزی او د ښاروالۍ یو شمېر مسوولین د مافیا یوه کړۍ ګڼلې وه چې د خلکو په وینا، د مرکز پل علم شنې ساحې یې د کورونو د جوړولو لپاره نمرې کړې او هره نمره له شل زرو ډالرو تر دېرش زرو ډالرو پورې په خلکو پلوري.
سره له دې چې یادو مسوولینو د خلکو دغه ادعاوې رد کړې، خو د مشرانو جرګې د دویم مرستیال په امر پولیسو د عرفان ړنګ په نوم یو تن مدني فعال چې د خبریال وېبپانې یاد راپور یې پخپله فیسبوک پاڼه خپور کړی و، نیولی او ځورولی دی.
دغه مدني فعال «عرفان ړنګ» خبریال وېبپاڼې ته وویل، چې د اولې حوزې د پولیسو لخوا ځکه ونیول شو، چې د مشرانو جرګې د دویم مرستیال اکبر ستانکزي په اړه یې د خبریال وېبپانې وروستی راپور پخپله فیسبوک پاڼه خپور کړی وو.
هغه وویل:(( د تېرې شنبې ورځې د سهار له لسو بجو تر پنځو بجو پورې په اوله امنیتي حوزه کې بندي وم، لاسونه یې راباندې وتړل، عکسونه یې راڅخه واخیستل، بیا مې امنیه قوماندانۍ کې یوه ملګري ته زنګ وواهه او د هغه په واسطه یې بېرته خوشې کړم.))
نوموړي هغه غږونه هم ثبت او خبریال وېبپاڼې ته رالېږلي، چې د اولې امنیتي حوزې له یوه مدیر سره د ده د نیول کېدو د امر په اړه غږېږي او د هغه لخوا ورته ویل کېږي، چې پر ده د مشرانو جرګې د دویم مرستیال اکبر ستانکزي لخوا عریضه شوې ده.
له نیول کېدو وروسته عرفان ړنګ له خپلې فیسبوک پاڼې د مشرانو جرګې د مرستیال په اړه د خبریال وېبپاڼې راپور لیري کوي او د پولیسو لخوا ورته ویل کېږي، چې نور ستونزه نشته او عریضه یې هم نه رسمي کوي.
د مشرانو جرګې دویم مرستیال او په جرګه کې د لوګر د خلکو استازي خبریال وېبپاڼې سره په خبرو کې د ده په امر د پولیسو لخوا د عرفان ړنګ په نامه د مدني فعال د نیول کېدو موضوع رد کړه.
هغه وویل :(( زه دومره کوچنی زړه او حوصله نه لرم، ماته خدای ډېر غټ زړه او حوصله راکړې ده، څوک چې هر څومره ناحقه تبلیغ را پسې وکړې داسې کار نه کوم چې چاته امر وکړم چې بندیان یې کړه، یا یې ووهه زه یې خدای ج ته سپارم.))
اکبر ستانکزي زیاته کړه، چې لوګر کې یې ښه تاریخ پریښی او تر اوسه د هیچا زور او زر ته نه دی تسلیم شوی.
د لوګر د امنیه قوماندانۍ ویاند شاپور احمدزي خبریال وېبپاڼې سره په خبرو کې په دې اړه ناخبري ښکاره کړه او ویې ویل چې له تېرې یوې اوونۍ راهیسې یې رخصت اخیستی او دندې ته نه دی تللی.
هڅه مو وکړه چې په دې اړه د لوګر د اولې حوزې د پولیسو د امر خالد یعقوبي نظر هم واخلو، خو د پرله پسې ټلیفوني اړیکو او واټس اپ پیغامونو یې بیا هم په دې اړه له خبرو کولو ډډه وکړه.
یوازې عرفان ړنګ نه دی، چې د پولیسو لخوا د چارواکو د ناقانونه کړنو په د افشا کولو له امله ګواښل کېږي، بلکې تر دې وړاندې په لوګر کې د محمدموسی په نوم یو مدني فعال د والي په امر ځکه ملي امنیت لخوا ونیول شو، چې د دې ولایت په ښوونځیو کې یې د زده کوونکو د جنسي زورونې په اړه یوې رسنۍ سره خبرې کړې وې.
له مدني فعالانو او خبریالانو سره د چارواکو دا ډول چلند د بیان د ازادي، چې د حکومت د تېرو شلو کلونو له عمده لاسته راونو څخه ده، مخه ډب کول دي او اړوند بنسټونه باید په دې برخه کې پټه خوله پاتې نه شي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.