The news is by your side.

د روانی ناروغۍ نه درملنې سوغاټ تاسو ته څه دی؟

که چېرته په رواني ناروغۍ اخته یاست، نو هرومرو رواني ډاکټرانو او روان پوهانو ته لاړ شئ، ترڅو ستاسو درملنه وشي، ځکه رواني ناروغي د انسان بدن ځپي، او هر څه ژر باید رواني لارښوونې پر ځان عملي کړئ.

سټرس یا ذهني فشار له ځانه سره د انسان بدن ته د ډېرو ناروغیو سوغاتونه راوړي، ورو ورو انسان په یو داسې کندې کې اچوي، چې وروسته ترې وتل ناشونی شي، او بیا په ځينو حالاتو کې د انسانانو د مرینې تر کچې رسېدلې ناروغۍ ده.

له بده مرغه ورځ تر بلې په ټولنه کې د رواني ناروغانو شمېر په ډېرېدو ده،په ځانګړې توګه ځوانانو کې د دې ناروغۍ شمېر ډېر ښيي. او شته داسې ډېر کسان چې  رواني ناروغۍ ورسره د ماشوم توبه راپيل تر د انسان مړینې پورې دوام کوي، ځکه دوی هېڅ کله په داسې لارو چارو پسې نه وي ګرځېدلي، چې وشي کړی له ذهني فشاره ترې څان وژغوري.

دا چې رواني ناروغۍ د انسان پر کومو جسمي سیستمونو ناوړه اغېزه کوي، او تاسې له کومو ناروغیو سره مخ کوي په دې لیکنه به پرې بحث وشي.

۱ـ د زړه حملې راتلل

هغه خلک چې په رواني ناروغۍ اخته دي، ډېری یې یا د زړه ناروغۍ لري، او یا هم د زړه حملې له کبله ژوند له لاسه ورکوي.

دا ځکه، چې کله پر رواني ناروغۍ اخته کس خپل وزن له لاسه ورکوي، او یا هم تر خپل پخواني وزن څخه یې وزن ډېرېږي. نو زړه د دې لپاره چې خپل فعالیت په نورماله توګه وساتلی شي، فشار پرې راځي، او د همدې امله پر رواني ناروغانو د زړه حمله راځي.

۲ـ نفس تنګي

د رواني ناروغۍ ناروغان تل د یو ډول نفس تنګۍ څخه کیسه کوي، چې کله کله د دوی ستونی بند شي، داسې چې د دوی نفس تنګېږي، او نشي کولی نفس واخلي.

په حقیقت کې داسې هېڅ ډول ناروغۍ دوی کې شتون نه لري، دا یوازې د دوی وسواس او ګمانونه دي.

۳ـ د عقلي او عصبي لحاظه د انسان وروسته پاتې کېدل

د روانی ناروغیو تر ټولو بده اغېزه هغه زمونږ پر عقلي او عصبي سیستم ده، چې انسان پکې په عقلي او رواني لحاظه ډېر زیانمن کېږي.

د بېلګې په ډول، د رواني ناروغی له پیل څخه به نور تاسې ونشې کړی، چې خپل درسونو ته د پخوا په شان زړه ښه کړی، او یا هم پرمختګ وکړئ.

بله خبره دا ده، چې خبره به مو په ځای نه وي، ګډې وډې خبرې به کوئ، له نورو سره په خبره کې ضد کول، له حده ډېرې خبرې کول او یا هم په یوې موضوع تر حد ډېر بحث او جنجال کول به مو نور عادت شي، ځکه دتاسې ذهن تر یوه ډېر غټ فشار لاندې ده، چې نشې کولی خپل تعادل وساتي.

او نورې داسې ډېرې په لسهاوو ناروغۍ دي، چې رواني ناروغی یې زېږنده ده. نو که چېرې مو په ځان کې د ژور خپګان او ذهني فشار نښې نښانې ولیدلې، په ډاکټر ته تللو، او ویلو یې ننګ مه کوئ، او هر څه ژر خپله درملنه وکړئ.

لیکنه: مریم صدیقي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance