The news is by your side.

ایران پلوه رد شوی وزیر باید د وزارت پر ځای په کور کې کېني

خبریال وېبپاڼه/ سره له دې چې ولسي جرګې بیا بیا پر حکومت غږ وکړ چې ژر تر ژره دې د رد شويو وزیرانو پر ځای نوي وزیران د تایید رایې اخیستو لپاره ورته معرفي کړي، خو د اطلاعاتو او کلتور د ایران پلوه وزیر محمدطاهر زهیر په شمول د کلیو د بیارغونې او پراختیا، ښځو چارو او پوهنې وزارتونو وزیران لا هم د وزارت په څوکیو ناست دي.

خلکو هیله درلوده چې د ولسمشر غني په دې دوره کې به نور د سرپرستۍ فرهنګ لکه څنګه چې غني يې وعده کړې وه، ختم شي، خو د تمې خلاف ناتایید شوي وزیران لا هم په څوکیو ناست دي او لکه رسمي وزیران خپلې چارې پرمخ وړي.
د ولسي جرګې غړیو بیا بیا غږ کړی چې رد شوې وزیران په غېر قانوني توګه خپلو دندو ته دوام ورکوي او دندې یې هېڅ راز قانوني صلاحیت نه لري او باید ولسمشر نوي وزیران ورمعرفي کړي، مګر بیا هم رد شوي وزیران ناست دي.

په رد شوي وزیرانو کې نور په هر صورت مګر د اطلاعاتو او کلتور ایران پلوه وزیر په څوکۍ پاتېدل له ولس او ملي ګټو سره خیانت دی، ځکه اطلاعاتو او کلتور یو له مهمو وزارتونو څخه دی، داسې یوه کس ته د دې څوکۍ پرېښودل هغه هم د سرپرست په توګه ملي خیانت دی.

څه وخت مخکې خبریال وېبپاڼې د طاهر ظهیر د غلا غدیو؛ ایران دوستۍ ؛ ناقانونه کیندنو؛ د تاریخي اثارو د پلور (۲۰) مورده اسناد هم خپاره کړل، چې له امله یې څارنوالۍ ته معرفي شو، خو بیا بېرته په وزارت ته معرفي شو.

د بامیان ښار ماسټر پلان څخه ناوړه ګټنه، د ځمکې غصب، د تاریخي اثارو قاچاق او غیر قانوني کېندنه، د اتباعو ترمنځ د مشارکت اصل ته پام نه کول او د پارلمان او لویې څارنوالۍ له احکامو څخه سرغړونه د دې مواردو مهم ټکي دي.

اوس له حکومته غوښتنه دا ده چې د نورو رد شويو وزیرانو ترڅنګ د اطلاعاتو او کلتور ایران پلوه وزیر ژر تر ژره له وزارته لیري او کور ته ولېږي، تر څو له یوې خوا د سرپرستۍ دود ختم شي او له بلې خوا د دا ډول پردي پاله وزیرانو مخه ونیول شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance