The news is by your side.

روزګان کې نوی کابل بانک له خلکو غیر قانوني پیسې ګرځوي

خبریال وېب پاڼه/ د روزګان اوسېدونکي او سرتیري نوی کابل بانک د دوی د پیسو په غلا کولو تورنوي.

د روزګان ولایت خلک وايي، د خپلو پیسو په ساتلو کې حیران پاتې دي.

دوي ادعا کوي، چې روزګان کې د نوي کابل بانک مسؤولین د دې پرځای چې له پیسو څخه يې ساتنه وکړي، د دوی له حسابونو په غیرقانوني ډول پیسې ګرځوي.

یوه سرتیري د نوم نه ښودلو په شرط داسې وویل:

زه په نوي کابل بانک کې اکونټ لرم او یو دولتي کارمند یم. هلته مې معاش جمع کېږې، ما په دغه بانک کې ۳۵ زره افغانۍ له یونیم کال راهیسې ساتلې وې؛ خو کله چې تر یو نیم کال ورسته د پیسو د ترلاسه کولو لپاره یاد بانک ته ورغلم، د بانک کارکونکو راته وویل چې ستاسو په اکانټ کې پیسې صفر دې.

ما وویل، چې ماخو نه دي اخیستي څنګه بیا صفر شوې، خو هغوی ځان ناګاره کړو ویل موږ نه یو خبر.
زه بله ورځ پخپلو پیسو پسې ورغلم، تر ډېرو خبرو او لانجو وروسته یې پیسې راکړې.

پر همدې حال هغه افغان سرتېري چې د جګړې په لومړۍ کرښه کې په جګړه بوخت دي، زياتوي چې د هرې مياشتې په معاش کې يې له سلو څخه تر ۳۰۰ افغانيو پوري پیسي ورک کېږي.

هغه سرتیری چې د جګړې په لومړۍ کرښه کې دی خپله کیسه داسې وايي:

زه د دویمي حوزي سربازیم.
په قوماندانۍ کې راته ۱۳۲۰۰ افغانۍ معاش حواله شي، خو کله چې بانک ته ورشم، ۱۳۰۰۰ افغاني راکړي، دو سوه راڅخه وګر ځوي.

دغه دوه سرتېرې په روزګان ولایت کې د ۴۹۰۰ پولیس له جملي څخه دي چې ادعاکوي له اکونټ څخه یې پیسي غلاکېږې، خو دغه ډول لسګونه نورو سرتېرو هم ورته ادعاوې درلودي.

په ورته وخت کې يو شمېر نور دولتي کارکوونکي، چې په ياد بانک کې بانکي حسابونه لري ادعا کوي، چې د خپل حساب معلومولو لپاره هم ترې ۵۰۰ افغانۍ غوښتل کیږي.

د روزګان ولایت یو اوسېدونکي هو په دې تړاو داسې زیاته کړه :

زه په نوي کابل بانک کې حساب لرم، په خپل اکونټ کې مې ۸۰۰ افغانۍ لرلې، خو د یاد بانک مسؤولینو راڅخه وګرځولې او راته یې بهانه وکړه، چې ستاسو پیسي سېستم کټ کړې دي.
ما د خپل حساب د راپور راکولو غوښتنه ترې وکړه، خو هغوی د ۵۰۰ افغانیو غوښتنه راڅخه وکړه.

دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې هم د دغه ولایت والي محمد شفیق اسدالله سعید یاد بانک په فساد تورن کړی و.

د روزګان ولایت اوسیدونکي غوښتنه کوي، چې د یاد بانک له مسؤولینو سره دې دولت حساب وکړي او عدالي اوقضایي ارګانوته یې دې ور وپېژني.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.