حکومت دې دخبریالانو او مدني فعالانو امنیت ته پاملرنه وکړي
خبریال وېب پاڼه / وروسته ترهغې چې په تیرو څلویشت ورځو کې دخبریالانو هدفي وژنې زیاتې شوي او یوشمیر د ژورنالستانو ملاتړ بنسټونو دولت درسنیو په امنیت ساتلو کې پړ بللی مشرانو جرګې هم له دولته دمدنی فعالانو او ژورنالستانو دامنیت ساتلو غوښتنه کړې!
دمشرانو جرګې رییس فضل هادی مسلم یار نن پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې وسلوالو مخالفینو ته شرم دی چې دامریکا بهرنیو چارو وزیر ویلی طالبانو په تیر یوه کال کې یو امریکایي سرتیری نه دی وژلی،خوپر وینا یې برخلاف دخبریالانو او مدني فعالانو په ګډون سلګونه ملکیان او پوځیان په شهادت رسیدلي.
نوموړي په طالب مشرانو غږ وکړ چې باعزته سولې ته کیني.
دمشرانو جرګې رییس ویلي دخبریالانو او مدني فعالانو په وژنې خواشینی دی،نوموړی زیاته کړه” د شهیدانو له کورنیو سره دتسلیت اوغمشریکۍ مراتب شریکوم اوپه ناسته کې مو پریکړه وکړه چې دخبریالانو او مدني فعالانو دځنځیري او هدفي وژنو دمخننیوي او امنیت ټینګښت کې دې دولت لازمه پاملرنه وکړي.
دمشرانو جرګې تر عمومي ناستې وروسته مشرانو جرګې په دې اړه اعلامیه هم خپره کړه.
دیادونې وړده چې افغانستان دنړۍ په هغو پنځو نا امنه هیوادونو په کتار کې دی چې د بې سرحده ژورنالستانو ټولنې د راپور له مخې چې په ژورنالستانو دکار او ژوند کړۍ پکې را تنګه شوې ده.
بیاد وویل شي چې په تیرو پنځو کلونو کې په دغه هیواد کې “۵۵”تنه ژورنالستان وژل شوي او په ۲۰۲۰ کال کې د رسنیو پر وړاندې دسرغړونو ۱۱۲ پیښې پکې ثبت شوي دي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.