The news is by your side.

د پښتونخوا پښتانه افغانستان سره بې ويزې تګ راتګ غواړي

د پښتونخوا پښتانه افغانستان سره بې ويزې تګ راتګ غواړي

خبريال وېبپاڼه/ له هغه ورځې چې د پاکستان حکومت د انګلستان په مرسته په پښتونخوا باندې منګولې خښې کړې د ډيورنډ دواړو غاړو ته يې د پښتنو تګ راتګ ډېر ستونزمن کړ.

حال دا چې دا دواړه خلک يو قام او يوه وينه ده خو د پاکستان حکومت ټول تمرکز پدې کوي چې دا يو قام څه ډول د يو بل څخه پردی او بيا یې پخپلو کې سره واچوي.

پښتانه تل د پاکستان له دې پاليسۍ څخه چې افغانستان ته تګ راتګ ورځ تر بلې سخت کړي په تنګ و، پرون په شمالي وزیرستان کې يو ځل بيا پښتنو د پاکستان له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې افغانستان ته په تګ کې دې دوی ستونزې نه جوړوي.

بې ويزې تګ راتګ
د شمالي وزیرستان د کابل خېلو قوم پرون په وزیرستان بيا يوه لويه غونډه جوړه کړې وه چې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو هم پکې ګډون کړی و.

د کابل خېلو قوم يو ځل بيا د حکومت څخه وغوښتل چې افغانستان ته دې ددوی تګ راتګ تر ممکن حده پورې اسانه کړي، خلکو شکایت وکړ چې افغانستان ته د تګ په وخت کې ورڅخه ډېرې زياتې روپۍ اخیستل کېږي او سخت ځورول کېږي.

په غونډه کې نورو مشرانو هم وويل چې افغانستان ته بايد تګ راتګ ډېر اسانه شي ځکه دوی هلته ګډ کاروبار، مړی او ژوندی لري.

منظور پښتين هم خبرې وکړې
په دې غونډه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین هم خبرې وکړې، ده په سيمه کې د پښتنو موجودو ستونزو ته اشاره وکړه او ویې ویل چې د پاکستان حکومت دې ددوي د ملګرو د نيولو په ځاي په سيمه کې د خلکو غوښتنې ومني.

پښتين وويل چې په سيمه کې اوس هم وېره خوره ده، د پاکستان پوځ په دې سيمو کې عمليات وکړل او هرڅه یې وران کړل، خو په داسې حال کې چې د خلکو سره یې وعدې هم کړې وې بېرته یې دا سیمې آبادې نکړې او همغسې یې پرېښودې.

منظور پښتین وويل؛ په سيمه کې جګړه د پردو په ګټه ده، دلته بايد امن قائم شي، پښتين پخپلو خبرو ددې سیمې معدنونو ته هم اشاره وکړه او ویې ويل چې دا سیمه ګڼ معدنونه لري، دلته بايد جګړې او وژنې پای ته ورسېږي ترڅو امن راشي او خلک ددې معدنونو څخه ګټه واخلی.

د محسن داوړ پيغام
د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی محسن داوړ هم دې غونډې ته غبرګون وښود، ده پخپل غبرګون کې وويل چې دوی د پاکستان د حکومت او پوځ څخه مشروع او مدني غوښتې لري، ټولې غوښتنې يې په سوله ييزه توګه ترسره کېږي خو بيا هم د پاکستان حکومت دوي ته دوسیې جوړوي او ددوی ملګري نيسي.

windows 10 education kaufen

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance