کندز کې تر ۲۵ کاله ځنډ وروسته د غوړیو ستره فابریکه بیا فعاله شوه
خبریال وېبپاڼه/ د صنعت او سوداکرۍ وزارت وايي، په کندز کې د سپین زر په نوم د غوړیو د تولید فابریکه تر پنځه ویشت کاله ځنډ وروسته بیا فعاله شوه.
یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د کندز د سپین زر تولیدي فابریکې د۱۲۰ زره امریکایي ډالرو په پانګونې سره بیا فعالیت پیل کړی چې په څلرویشت ساعتونو کې د لس ټنه غوړیو د تولید وړتیا لري.
په خبرپاڼه کې راځي، چې یاده فابریکه د عادي غړیو د تولید ترڅنګ د زغرو، کونځلو، پنبه دانې غوړي، کنجاړه او صابون تولیدلو توان هم لري، چې په ډېر ښه کیفیت پکې تولیدېږي.
سرچینه زیاتوي، چې د سپین زر تولیدي فابریکه پر کندز سربېره خپل تولیدات نورو ګانډیو ولایتونو ته هم د خرڅلاو په موخه استوي او وار دمخه ورته بازار موندنه شوې ده.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت دغه راز وايي، چې دسپین زر تولیدي فابریکه چې له کلونو راهیسې یې فعالیت په ټپه درېدلی وو، دافغانستان او ازبکستان ترمنځ دیوه هوکړه لیک له مخې له ازبکستان څخه ۵ پایې ماشینونه دیادې فابریکې دبېرته فعالیت په موخه وپېرل شول او نن یې بېرته په فعالیت پیل وکړ.
مسوولین خبر ورکوي، چې د یادې فابریکي په بیا ځلې فعالېدو سره ۵۰ تنو ته دکار زمینه برابره شوې ده.
د کندز خلک د سپین زر فابریکې په بیا فعاله کېدو خوښ دي او وايي، چې په دې سره به سلګونه بې رزګاره ځوانانو ته د کار زمینې برابرېدو سربېره په امنیتي وضعیت کې هم ګټور بدلون راشي.
د سپین زر تولیدي فابریکه په ۱۳۱۴ هجري لمریز کال کې جوړ شوی، خو د کورنۍ جګړې له کبله د دغه شرکت ټولې تولیدي فابریکې ویجاړې او غیر فعاله شوې، وسایلیې لوټ او کارکونکي یې بېکاره شول.
افغان حکومت په تېره دوه لسیزو کې ونه توانېده چې په هېواد کې سلګونه تړل شوې فابریکې بېرته فعال کړي، خو د کندز د دې مهمې فابریکې بیا فعاله کول موثر ګام دی.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.