نن په هېواد کې درې سترې پروژې پرانیستل کېږي
خبریال وېبپاڼه/ نن به د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ په هېواد کې درې سترې او حیاتي پروژې پرانیستل شي.
په دغو پروژو کې یوه د اقینې ـ اندخوی ترمنځ د رېل پټلۍ ده او دوه نور د برېښنا د لېږد او نوري فایبر دي، چې د افغانستان لپاره سترې او حیاتي پروژې بلل کېږي.
د یادو پروژو د پرانیستې مراسمو کې به د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او د ترکمنستان ولسمشر قربان قلي بردي محمدوف هم پر لیکه ګډون او ویناوې وکړي.
د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر څو ورځې وړاندې د یادو پروژو په تړاو کابل ته راغلی و او دلته یې د همدې پروژو د پرانیستې لپاره د چمتووالي په اړه افغان چارواکو سره کتلي و.
شاوخوا یوه میاشت وړاندې د ایران او افغانستان ترمنځ د هرات-خواف د اوسپنې پټلۍ هم پرانیستل شوه چې ټولټال ۲۲۵ کیلو متره اوږدوالی لري.
زموږ غوندې په یوه جګړه ییز هېواد کې د داسې خبرونو اورېدل د وطن د ابادۍ او پرمختګ لپاره له جګړې د ستړیو افغانانو هیلې راژوندۍ کوي؛ ځکه که جګړه ودرېږي، دلته په هره برخه کې د پرمختګ لپاره خورا زیاته زمینه مساعده ده، بشري قوه پرېمانه ده، طبیعي او غیر طبیعي منابع موجودې دي، خلک ورځ تر بلې خپل دښمن پېژني او په یو ډول د افغانستان د پرمختګ نوی د نوي باب پرانیستې ته لار هواره کېږي.
نور دې د جګړې د ښکېلو اړخونو په زړونو کې هم د رحم اوبه وڅاڅي، چې په غم ځپلیو او بېرته پاتې افغانانو رحم وکړي او د جګړې د درېدو له لارې دلته د افغانستان د ابادۍ او پرمختګ نوی پړاو پیل شي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.