The news is by your side.

نجونې دې ولولي،له داسې هلک سره واده وکړئ چې…!

نجونې دې ولولي،له داسې هلک سره واده وکړئ چې…!

نجونې يو بل سره په ورکړه کې تل په سيالۍ وي.که چېرې د دوى همزولې واده وکړي،نو دوى هم د دې په فکر کې وي، چې ژر واده وکړي. دې ته يې هېڅ پام نه وي، چې د واده لپاره يو مناسب کس ته په تمه شي.

دا خو سمه ده چې هېڅ انسان بې له عيبه نه ده پيدا، او خامخا به نيمګړى وي.خو ځينې داسې خبرې دي، چې د خاوند په ټاکنه کې يې نجونې بايد په پام کې ولري.لکه په لاندې ډول:

۱ـ له هغه چا سره واده وکړئ،چې هم تاته احترام لري،او له تانه احترام غواړي:احترام په اړيکه کې مينه پيدا کوي.او هغه څه چې د خاوند او ښځې ترمنځ خوښي زېږوي، يو بل ته احترام او درناوى دى.ښځې دې پر دې پوه شي،که غواړي په خپل راتلونکي ژوند کې يې په خاوند ګرانې اوسي،تل دې ورته درناوى وکړي.

خاوند له مينې ډېر ستاسو د احترام تږى وي.نو د ګډ ژوند لپاره هغه اړين څيز،چې بايد په پام کې ونيول شي هغه د يو داسې کس موندل دي، چې په خبرو اوعمل کې تل تاسو ته درناوى وکړي.

۲ـ هغه کس چې هم خپله د اعتماد وړ وي،او هم پر تا باور ولري:پرته له شکه چې باور اړيکې پياوړې، او کلکې ساتي. باور د اړيکې ټينګېدو لومړنى اړين څيز دى.که باور نه وي اړيکه به د څو شېبو په اوږدو کې له منځه لاړه شي.اړيکې لکه ونه ده،او باور يې اوبه.که چېرې باور نه وي،د ګډ ژوند ونه به مو ډېره ژر وچه شي.ښځې دې پر دې پام وکړي،چې داسې يو کس غوره کړى،چې هم خپله ريښتنى وي،چې تاسې پرې باور وکړئ،او پر تاسې هم باور ولري.په ياد ولرئ،که ژوند مو څومره سختېږي هم، تاسې باور مه ماتوئ.

۳ـ هغه کس چې ستاسو د پرمختګ د پرمختګ مخه ونه نيسي: په اوسني وخت کې ښځې ډېرى يې د درس او دندې لپاره له کور څخه بهر ځي،او هره ښځه دا خوښوي،چې خاوند يې دا درس ويلو او پرمختګ برخې کې وهڅوي.نو کوښښ وکړئ د راتلونکي ژوند لپاره داسې څوک غوره کړئ،چې د -نورو ځانګړو سره سره ستاسو هڅوونکى واوسي.

۴ـ هغه کس سره واده وکړئ، چې ستاسو تېروتنو په مقابل کې د هېرولو توان ولري:داسې هېڅ انسان به نه وي،چې په ګډ ژوند کې تېروتنې ونه کړي . خو په مقابل کې مونږ تل بايد د يو بل زغملو توان ولرو.که چېرې يو کس تېروتنه وکړي،نو داسې نه چې د هغه زر ښه د يوه تېروتنې سره خلاصه کړو،که غواړئ ښه ژوند ولرئ،نو د بل په مقابل کې ښه راياد کړئ.

خو له بده مرغه ډېرې ښې اړیکې د یوه واړه جنګ له امله پرې شي. او په ذهن کې نور یوازط منفي فکرونه او بدې خبرې ځای نیسي، په اصل کې دا د انسان ښو په مقابل کې تر ټولو بد کار دی، چې د ټول عمر ښه چلند یې یوازې په یوه خبره، یو بد کار سره مونږ ورټول کړو.

د ښه ژوند راز په دې کې دی، چې تل د یو بل زغملو توان ولرو.

لیکنه: مریم صدیقي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.