The news is by your side.

د چين غوټۍ په افغانانو کې د کوم شي ډېر صفت وکړ؟

خبريال وېبپاڼه/ د چین غوټۍ د افغانستان لپاره د چين د پښتو راډيو خبرياله ده، هغه ډېره ښه روانه پښتو وايي او د افغانستان سره یې علاقه ډېره زياته ده، نه يوازې د افغانستان سره یې علاقه زياته ده بلکې د افغانستان د خلکو سره په ټولنيزو رسنيو کې ښې اړيکې پالي او ډېره فعاله ده.

د چین غوټۍ د خپلو ورځنیو کړنو، چکرونو، مېلو او نورو کارونو په هکله خپل مالومات په پښتو ژبه په خپله فېسبوک پاڼه کې خپروي، دا تر ډېره هڅه کوي چې چين افغانانو ته ورپېژني، د چین د ښارونو، ښکلو منظرو، پارکونو او نورو پرمختګونو په هکله د افغانانو سره په پښتو ژبه مالومات شریکوي.

د ټولو افغانانو سترګې ښکلې دي

د چین غوټۍ پرون په ځانګړي ډول د افغانانو د سترګو صفت وکړ، تېره ورځ په ټولنيزو رسنيو مشهورې خبریالې موسکا نیازۍ د يوه افغان ماشوم انځور خپور کړ چې ډېرې ښکلې او عجيبې سترګې یې درلودې، موسکا نیازۍ ددې انځور سره ليکلي و؛ د وطن د بچي ښکلا.

ددې انځور په غبرګون کې د چين غوټۍ ليکلي دي چې د ټولو افغانانو سترګې ډېرې ښکلې دي، غوټۍ د مشهورې افغانې مېرمنې يادونه کړې ده او ويلي يې دي چې د افغانې نجلۍ په نامه یوه(اشاره یې شربت ګلې ته ده) په ټوله نړۍ کې مشهوره ده چې ښکلې سترګې لري.

د افغانستان د کومې سیمې خلک ښکلې سترګې لري؟

که څه هم خالص افغانان بې شانه ښکلا لري خو د نورو قومونو سره و ودونو او ګډ ژوند له کبله ځینې بدلونونه پکې راغلي دي، که نه همدا اوس هم‌ د خوست، پکتيا او نورستان غوندې ولايتونو د خلکو ښکلا بې شانه ده.

د افغانستان ټول خلک کښلي‌دي خو ځینې یې‌ ډېر متفاوت دي، د نورستان او خوست ځينې خلک بيا داسې دي چې سپین تن او يو ډول رېګي شنو ته ورته سترګې لري چې په نړۍ کې مثال ډېر کم موندل کېږي.

د چین څخه وېره

د چین د غوټۍ خبره مو وکړه، د هغه د فعاليتونو خبره مو‌ وکړه، دا هرڅه د انسان ذهن ته د افغانستان سره د چين د اړیکو سير او مسير ته سړی متوجه کوي، چين په افغانستان کې په ورو خو ډېرې پخې او ژورې خپلې اړيکې غځوي.

د کابل په ورځپاڼو کې به تاسې په څو ورځو کې حتماً د چین د سفير یوه مقاله ولولئ، ددې ترڅنګ چین افغان زده کړيالانو ته بورسونه د بل هر وخت په نسبت زيات کړي دي‌او په سياسي ډول یې هم اوس همکاري تر بل هر وخت زياته شوې ده.

دا چې د چين نيت څه دی دا ليکنه ورباندې ډېره نه سياسي کوو خو هيله مو داده چې د چين سره په متقابلو ګټو ولاړې اړيکې ولرو.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance