د چارو د ادارې او مالیې وزرات ترمنځ ټکر
خبريال وېبپاڼه / د ماليې وزرات د بشري منابعو ريس غلام ملاخيل د کابل د پوليسو له لوري نیول شوی دی، ویل کېږی چې لويې څارنوالۍ د چارو د ادارې په لمسون باندې د غلام ملاخيل په نیولو کې مرسته کړې ده.
خبريال وېبپاڼې ته د ماليې وزرات متعبرو سرچینو او د غلام ملاخيل د کورنۍ غړو دا ومنله چې غلام ملاخيل د کابل د پوليسو له لوري نيول شوی دی خو دوی ته په دې هکله دقیق مالومات نه دي ورکړل شوي چې ملاخیل اوس مهال چېرته دی او يا چېرته ساتل کېږي.
د کابل د امنیې قومندانۍ څخه هم سرچينو خبريال وېبپاڼې د غلام ملاخيل نيول کېدل ومنل خو د هغه د ساتلو د ځای په هکله یې مالومات ورنکړل.
د مالیې وزرات شکایت
د ماليې وزرات څخه معتبرې سرچینې خبريال وېبپاڼې ته وويل چې د چارو اداره په یوه او بل نامه غواړي دا وزرات او د بشري منابعو رياست يې بدنام کړي.
د ماليې وزرات د سرچينو په خبره چې د چارو ادارې څلور ځله دې وزرات ته خپل پلاوی ورلېږلی ترڅو ددې وزرات تفتیش وکړي، ياده سرچینه چې د چارو اداره د مالیې وزرات او د بشري منابعو رياست د بدنامه کولو په تور تورنوي وايي چې ددې وزرات رهبرۍ د چارو د ادارې څخه پخپله ولسمشرۍ ماڼۍ ته هم شکایت کړی دی.
د مالیې وزرات لوړ پوړي سرچينې په مخامخ ډول د چارو اداره په دې تورنوي چې له ياد وزرات نه دوی نورې تمې لري او له همدې کبله اوس دوی ددې تمو او هيلو د نه پوره کېدو په خاطر د ياد وزرات په بدنامۍ پسې را اخيستې ده.
د چارو ادارې مکتوب رد شوی و
مخکې له دې چې د مالیې وزرات د بشري منابعو ريس ونيول شوي د چارو د ادارې څخه دې رياست مکتوب استول شوی و.
ددې مکتوب دقیق جزیات نه دي په ډاګه شوي خو ددې مکتوب له رد وروسته د چارو د ادارې په لمسون د بشري منابعو د ريس نيول دا په ډاګه کوي چې د چارو د ادارې کومه غوښتنه چې په دې مکتوب کې وه هغه د بشري منابعو له لوري نه ده منل شوې.
د چارو د ادارې په دې هکله سپيناوی نه دی کړی چې دوی د مالیې وزرات د بشري منابعو د رياست څخه پخپل مکتوب کې څه غوښتي و چې ددې رياست له لوري رد شول او بيا دوی دا ډول پرېکړه وکړه.
د ولسمشر د حکم نه د منلو خبره هم کېږي
د بل لوري بيا داسې خبرونه هم شته دي چې وايی د ماليې وزرات د بشري منابعو ريس ځکه نیول شوی دی چې د ولسمشر غني حکم یې نه دی منلی.
خو د ولسمشرۍ ماڼۍ په دې هکله څه نه دي ويلي چې دوی د بشري منابعو د رياست ته کوم حکم استولی و چې نه دی منل شوی، یانې په دې هکله هکله مالومات نشته چې د بشري منابعو رياست مشروع حکم نه دی منلی او که غيرې مشروع.
ويل کېږي غلام ملاخيل د يوې روانې جلسې له منځ څخه را باسل شوی دی او وروسته یوه مالوم ځای ته وړل شوی دی، تراوسه هم امینتي سرچينو د هغه د دقیق ځای په هکله څه نه دي ویل شوي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.