The news is by your side.

د واده پرمهال د زوم له ناوې سره جالبه ټوکه!

خبريال وېب پاڼه: واده چې د ژوند يوه اړتيا ګڼل کيږي د انسانانو د نسل د ډيرښت لامل کيږي هر انسان د واده کولو هيله لري د نړۍ بيلابيل خلک د واده کولو ډول ډول رواجونه لري چې دا بيا په مسلمانانو او غير مسلم کې سره توپير لري.

پوهان وايې له واده کولو پرته انسان نيمګړی وي او له واده کولو وروسته انسان د ژوند په خوند او ارزښت پوهيږي او د يوې کورنۍ د لرلو هيله لري چې دا هرڅه د واده وروسته ممکن دي.

د واده شپه د ناوې او زوم لپاره يوه د خاطرو ډکه شپه وي چې دواړه جوړي ورته ډير ليوال وي.

خو ځيني وخت د واده پرمهال ډيري جالبي ټوکي رامنځته کيږي.

د متحده ايالاتو په نيويارک ايالت کې د يو واده پرمهال زوم له ناوې سره د کيک پريکولو په وخټ کې يو عجيبه ټوکه وکړه چې د واده ټول ګډونوال يې حيران کړل.

ناوې د کيک پريکولو وروسته زوم ته د کيک ټوټه په خولې کې ورکړه او کله چې زوم ناوې ته د کيک ټوټه خوله ورکوله نو يو دم زوم ناوې ووهله او ناوې د ميلمنو په پښو کې ولويده چې د زوم دا کار له مخکې پلان شوی وه او غوښتل يې د واده ګډونوال حيران کړي او په همدي ترتيب د ناوې او زوم ترمنځ جنګ شروع ناوې او زوم د يو بل په وهلو پيل وکړ ميلمانه ددې پرځاي چې جنګ خلاص کړي د فيلم په اخيستلو يې پيل وکړ او پدې سره د واده ځای څخه د جنګ ميدان جوړ شو حال دا چې د واده ګډونوالو هم د يوبل په وهلو پيل وکړ ميلمانه نه پوهيده چې څه وکړي نو ژر يې پوليسو ته خبر ورکړ جالبه دا وه چې د ټولو خلکو مخ او کالي په خوراکي توکو او کيک خيرن شول او د زوم له ټوکي څخه شخړه جوړ شوه په پای د زوم او ناوې د واده شپه د پوليسو په نظارت خانه کې تيره کړه او زوم په دې کار سخت پښېمانه شو.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.