The news is by your side.

! هغه وېره چې د اوربند مخنيوی کوي

خبریال وېبپاڼه/ د سولې د خبرو د پيل راهيسې تر نن ورځې پورې ټول لوري د طالبانو څخه يوه غوښتنه په ټينګار سره کوي، دا غوښتنه د اوربند غوښتنه ده.

طالبان بیا بدون له دې چې په خبرو کې په بنسټيزو مسلو لکه د حکومت جوړښت توافق وشي د اوربند مخالف دي.

د وېرې اصلي سبب

ډېری کسان دا فکر کوي چې اخر طالبان ولې د اوربند څخه دومره زیاته وېره لري، ولې دوی د ډېر امتياز ترلاسه وروسته بيا هم نه حاضريږي چې اوربند وکړي.

طالبان اوس په افغانستان کې یو شی لري چې دوی ورباندې ځان مطرح کوي هغه جګړه او وحشت دی، که د طالب څخه جګړه لرې شي او هغه اوربند وکړي نو دده سره هېڅ نه پاتې کېږي.

نه يوازې چې د دطالبانو سره به څه پاتې نشي ان ددې سبب به شي او ددې وخت به راشي چې خلک په فردي ډول په محکمو کې د طالبانو په ضد شکایتونه ثبت کړي ددوی څخه د خپلو عزيزانو د مرګ پوښتنه وکړي.

طالبان په دې پوهېږي چې ترڅو دوی همداسې وژنې کوي، ترڅو وحشت او وېره خپروي نو هم يو نوم لري او هم به يو قیمت، خو که دا وژنې یې پرېښودې، سوله راغله واک ملت ته وسپارل شو مطلب داسې يو څوک ددې هېواد مشرۍ ته ورسېده چې عادل وي ددې هېواد د خلکو واقعي استازی وي نو خامخا به د خپلو خلکو غږ اوري.

هغه مور چې نه یې زوی عسکر و، نه یې په دولت کې کار کاوه، بس په لاره روان و د پوځ په موټر طالبانو چادونه وکړه او په څنګ کې یې څو ملکي کسان په شهادت ورسېدل او يو یې ددې مور زوی و، هغه به طالب معاف کړي، هغه ته چې فرصت په لاس ورشي په طالب به عريضه ونکړي طالب به د عدالت مېز ته راکش نکړي.

نو لنډه دا چې که طالب سوله وکړي او وحشت او جګړه پرېږدی نو په همدې شرط پرېږدي چې واک ددوی سره وي او څوک ورڅخه د خپلو کړنو پوښتنه ونکړي.

حکومت هم همدا وېره لري

طالبان يوازنۍ ډله نده چې خلک يې په وينو ولړل، همدا وېره د حکومت د ځينو چارواکو سره هم ده، دوی هم د سولې د خبرو د تخريب هڅه کوي، دوی هم په دې پوهېږي چې که سوله وشي نو هغه کليوال چې ده د طالب په نامه وژلی دی هغه بېګانه کسان چې د طالبانو په نامه قتل کړي هغوی به خامخا دده څخه پوښتنه کوي.

په ځانګړي ډول په حکومت کې ځینې کسان چې د سولې خلاف دی هغوی له دې هم وېره لري چې د سولې سره به دوی خپل شان او شوکت، عيش او نوش او هغه څه چې نن په فساد او جګړه کې ترلاسه کوي له لاسه ورکړي.

نو دواړه طرفه د هغه سولې څخه وېره لري چې واک او کنټرول ددوی سره نه وي، او دا ډول سوله کول ډېر ګران کار دی، هر یو طرف په واک کې خپله برخه تر بلې غوښينه غواړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance