The news is by your side.

د ټرمپ په وروستۍ ورځ سپینه ماڼۍ کې دده لور څه وکړل؟

خبريال وېبپاڼه/ په داسې حال کې چې د امريکا د متحده ايالاتو د ولسمشر ورځې په سپينه ماڼۍ کې پای ته ورسېدې تازه په وروستۍ ورځ دده لور ټيفاني ټرمپ هم د خپل ګډ ژوند پيل وکړ.

د ډونالډ ټرمپ کشرې لور ټيفاني ټرمپ د ډونالډ ټرمپ په وروستۍ ورځ د مايکل بولوز سره کوژده وکړه، ټيفاني ټرمپ ۲۷ کاله عمر لري او ډونالډ ټرمپ د پخوانۍ مېرمنې مارلا ميپلز څخه يوازنی اولاد دی.

د ټيفاني د کوژدنې لپاره په سپینه ماڼۍ کې يوه کوچنۍ محفل هم نيول شوی و، ټيفاني په دې هکله ويلي چې دا یې د ژوند لپاره د وياړ يوه شېبه و چې د خپل خواږه نامزد مايکل سره یې د کوژدنې مراسم په سپينه ماڼۍ کې ترسره کړل.

ټيفاني د خپلې کوژدې په هکله ويلي دي چې ځان ډېر خوشبخته احساسوي او د راتلونکې لپاره ډېره زياته خوشحاله ده او ډېر زيات هيجان لري.

د ټيفاني نامزد ښاغلي مايکل بولوز هم د ټيفاني دا څرګندونې همداسې بې ځوابه پرېنښودې او د ټيفاني په غبرګون کې یې د مينې اظهار وکړ، د ټيفاني په ځواب کې ښاغلي مايکل بولوز وويل؛ ګرانې زه هم ډېره مينه درسره لرم، زما مينې.

د ټرمپ هېره شوې لور

د ټيفاني ټرمپ په هکله په رسنيو کې خبر ډېر کم ترسترګو کېده، هغې د خپل پلار سره هم په ډېرو مسايلو او کارونو کې ونډه نه اخیسته، په ځانګړي ډول په سياسي کړنو ډېره کمه ليدل کېده.

خو د ټيفاني برعکس د هغې نور ايوانکا ټرمپ بیا د ډونالډ ټرمپ سره د سیاست په ډګر کې اوږه په اوږه ولاړه وه، ايوانکا ټرمپ په سياسي چارو کې ډېره زياته دخيله وه او په ډېرو مسايلو کې به يې سياسي دريځ هم نيوه.

ډونالډ ټرمپ هم د ايوانکا ټرمپ خوا ډېره نيوله، په دې وروستيو کې امريکايي رسنيو ان داسې خبرونه ورکړي و چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ غواړي ايوانکا ټرمپ د نړيوال بانک د مشرۍ لپاره وړانديز کړي.

ويل کېږي دا چې ټيفاني ټرمپ د ډونالډ ټرمپ د پخوانۍ مېرمنې څخه وه نو د ډونالډ ټرمپ سره یې چندان اړيکې ګرمې نه وې.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.