The news is by your side.

د ځان پيژندلو په نښو وپوهيږئ!

خبريال وېب پاڼه: انسان هغه وخت بريالی کيږي چې د خپل ځان په ټولو هغه ځانګړتياوو وپوهيږي چې دا يې لري انسان بايد د خپل ملګري او دښمن په پيژندلو کې ډير دقيق اوسي په دې اړه يو متل هم شته( چې نږدي ملګری مو تاسو سره دوکه ونکړي بهرنی دښمن نه شي کولی تاسو ته زيان ورسوي).

ځان پيژندنه د برياليتوب مهمه نښه ده دا چې انسان ځان وپيژني، د خپل ځان په ټولو ځانکړتياوو وپوهيږي نو په حقيقت کې دا يو بريالی شخص دی انسان الله ج اشرف المخلوقات پيداکړی يعني انسان ته الله ج د نورو ژونديو موجوداتو لوړه درجه ورکړي او ټول ژوندي موجودات يې د انسان تابع ګرځولي دي.

راځئ چې د ځان پيژندلو او د برياليتوب په نښو وپوهيږو!

۱: هرکله چې د يو کار نيت کوئ او په کار پيل کوئ لومړی د ځان وپوښتئ (ولې؟) يعني زه دا کار ولې کوم؟ ايا دا کار به زما لپاره ګټه ولري يا تاوان؟ يا نور خکلو لپاره به زما دا کار وستايي کنه؟ ددې ټولو پوښتنو وروسته که په کار کې خير وه او پوهيدلو چې دا کار به هم ما ته او هم نورو ته ګټه ولري د کوم ځنډ پرته د کار په کولو پيل وکړئ او که تاوان يې لرلو دکار کولو څخه ډډه وکړئ.

۲: کوښښ وکړئ چې په ډيرو ژبو وپوهيږئ په دې اړه يو فيلسوف وايې په ډيرو ژبو پوهيدونکی کس به ډير علم ولري دا ځکه چې د نړۍ هره ژبه کې ډير معلومات نغښتي وي او د علم په ترلاسه کولو ډيره مرسته درسره کولی شي.

۳: د (هوو) په ويلو سره ځانته قناعت ورکړئ يعني که د کوم کار په کولو کې ناکام شئ يا پاتي راشئ نو د (هوو) په ويلو سره ځانته قناعت ورکړئ او بيا بيا هڅه وکړئ چې هوو زه دا کار کولی شم.

۴: د خپل ځان په عيبونو وپوهيږئ ځکه که چيري خپل عيبونو ته توجه وکړئ او خپل عيبونه وپيژنئ نو ددې مخکې چې نور خلک تاسو ته ستا عيبونه په ګوته کړي دا به غوره وي چې خپل عيبونه خپله وپيژنئ او ځان اصلاح کړئ چې دا بيا د يو ښه شخصيت ښکارندوي کوي.

۵: د ژوند په هره برخه کې ځان وازمايئ که هغه ساينس وي که ټکنالوجي که سپورټ که فلم يا هنر وي دا په دې معنی نه ده چې تاسو به په ټولو برخو کې مهارت ولرئ بلکې دي کار کولو سره ستاسو تجربه ډيريږي او د ژوند په مهارتونو پوهيدلی شئ.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance