The news is by your side.

امریکا پر افغان پوځ یو ملیار ډار مرسته بنده کړه

خبریال ویبپاڼهد امریکا متحده ایالاتو پر افغان پوځ د یو ملیارډ ډالرو د مرستي کمولو پرېکړه کړې ده . د امریکا د سنا جرګې دوو سناتورانو د دغه خبر پخلی کړی . دم ګړی د امریکا متحده ایالات افغان امنیتي سکتور ته (۴ عشاریه ۲) ملیارده ډالر کلنۍ مرسته ورکوي چې ددغه یو ملیارد ډالرو په کمبوت سره به د امنیتي سکتور دا مرسته (۳ عشاریه ۲) ملیاره ډالرو ته راکمه شي .

د دغه مرستو د کمولو ګواښ دوه اونۍ وړاندي کابل ته د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د سفر نه وروسته ښاغلي پمپیو وکړ؛ خو دا روښانه نه وه چې دا مرستي به په کومه برخه کې را کمي کړل شي .

د رویټر خبري اژانس ته د سناجرګې دوو غړو ویلي دي چې دا یو میلیارد ډالر دافغانستان د امنیتي سکتور له مرستو را کمېږي .

امریکا وروسته له هغه دا ګام اوچت کړ چې د اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ یې د جوړ جاړي وروستۍ هڅه وکړه .

په امریکا کې د خبریال ډات کام همکار میرویس جلالزی وايي چې د امریکا متحده ایالاتو دا کار پر افغان حکومت د فشار اچولو په موخه کړی دی ؛ خو اوس پوښتنه داده چې پر افغان امنیتي ساتونکو د یو میلیارد ډالرو کمبوت دافغانستان پر امنیتي ځواکونو او امنیت څه تاثیر کولای شي ؟

د افغانستان پر امنیتي سکتور د امریکا د یو بیلیون ډالور د مرستي کمبورت لنډمهاله او اوږ دمهاله تاثرات لري .‌

لنډ مهاله تاثراتو کې به یې د افغان امنیتي ساتونکو پر روحیه منفي اغیز وکړياو تر ډېره بریده ښايي د جنګ جګړو او عملیاتو پر بشپړولو هم اغېږ ښندلای شي .

هم دا راز په لنډ مهال کې به د طالبانو لیکي ددغه بودیجې په کمبوت سره لا نريپیاوړې شي .

په سیاسي ډول به د دغو پیسو کمېدل پر افغان حکومت فشار راوړي چې د امریکا متحده ایالاتو په غوښتنه یو ټول شموله حکومت را منځ ته کړي‌.

په اوږده واټن کې پر افغان امنیتيسکتور د امریکا د مرستو څلورمه برخه کمول به د افغان امنیتي ساتونکو وړتیاوې او صلاحیتونه هم محدود کړای شي .

د امریکا د مرستو د کمولو عاملین که له یوې خوا د طالبانو او امریکا د اړیکو له جوړېدو سره تړل کېږي ؛ له بله لوري د دغه یو ملیارد ډالرو د مرستيکمبوت مخامخ د اشرف غنيپر ناسمه پالیسي او د عبدالله عبدالله د له لوري د جنجال پر جوړولو دلالت کوي .‌

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance