د ژوند لوی ازمایښت
د ژوند لوی ازمایښت
په ژوند کې امتحانونه او ازمېښتونه ډېر دی، خو ځینې یې بيا داسې دي چې د انسان ژوند بدلوي او يا د انسان د ژوند د بدلون لپاره اړين دي.
په ځوانۍ کې د انسان په وړاندې ترټولو لوی ازمایښت د هوس او هدف ترمنځ انتخاب دی، ځینې ځوانان دي چې هوس انتخابوي او خپله ځواني په نشو، مزو او چړچو کې تېروي، ځینې بيا يو هدف لري، دوی ددې هدف لپاره کار کوي.
هغه ځوانان چې د هوس خوا ونيسي نو ځه موده په مستۍ کې وي او وروسته د ژوند د ترخو سره مخ کېږی او یو عمر ژوند دوی کړوی.
خو هغه کسان چې هدف وټاکي يو څه وخت د ژوند له هوسونو لرې وی خو وروسته بيا داسې شي چې ژوند ورته اسانه او خوندور شي او یو عمر په ارامۍ سره تېر کړی.
په نړۍ کې یو هدف ته کار کوي ژوند ته یوه مانا ورکوي همدا مانا انسان کار ته هڅوي او بلاخره نه یوازې چې انسان خپل هدف ته رسېږي بلکې د ژوند په دې خطرناکه لاره کې له ګڼو ناوړيو څخه هم خلاصېږي.
د ژوند په دې سفر کې پکار ده چې هدف او موخو ته کار وشي ځوانی او د ځوانۍ انرژي د هوس قرباني نشي ځکه هوس د یو موقتی خوب او نشې څخه بل څه نه دي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.