The news is by your side.

اروپایي ټولنه: د طالبانو له تاوتریخوالي ډکې کړنې نړۍ غوسه کوي

خبریال وېب پاڼه/ کابل کې د اروپا استازولۍ د یوې اعلامیې په خپرولو ویلي د طالبانو له تاوتریخوالي ډکې کړنې نړۍ په غوسه کوي او باید تاوتریخوالی کم کړي.

اروپایي ټولنې او ناټو په استازوالۍ د نورو لویدیځو هېوادونو سره په ګډه خپره کړې اعلامیه کې د طالبان ورانکارۍ، افغانستان کې د تاوتریخوالي زیاتېدل او هدفي وژنې غندلي دي او طالبان یې د روان تاوتریخوالي او هدفي وژنو اصلي عاملین بللي دي او دا راز یې له افغان حکومت غوښتي چې د وروستیو هدفي وژنو پېښې جدي وڅیړي او معلومات دې یې شریک شي.

په اعلامیه کې یې زیاته کړې چې نړیوال په افغانستان کې د عامه تآسیاساتو په جوړلړ د رغونې او بیا رغونې پروژو لپاره میلیونونه ډالر مصرفوي خو طالبان یې په خپلو ورانکارو فعالیتونو کې بېرته له منځه وړي.

طالبانو تر دې دمه د اروپایي ټولنې، ناټو او لویدیځو هېوادونو ګډې اعلامیې ته کوم غبرګون نه دی رګند کړی.

دا په داسې حال کې ده چې په قطر کې د بین الافغاني مذاکراتو له پیل را هیسې تر دې دمه د افغانستان په لویو ښارونو او په ځانګړې توګه په پلازمېنې کابل کې د دولتي کارکوونکو، خبریالانو او مدني فعالانو هدفي وژنې زیاتې شوي دي.

افغان حکومت هم د روان تاوتریخوالي پړه پر طالبانو اچوي خو طالبان ځانونه څنډې ته کوي او وایي چې په دوی پورې اړه نه لري.

د اروپایي ټولنې او لویدیځو هېوادونو له خوا په ګډه داسې مهال د طالبانو د تاوتریخوالي په غبرګون دا اعلامیه خپریږي چې د طالبانو مشرانو د سیمې هېوادونو له سیاسي مشرانو سره په لیدنو او خبرو اترو بوخت دي.

د طالبانو یو شمېر مشرانو د افغانستان لپاره د روسیې له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره لیدلي او د سولې په اړه یې بحث کړی.

تازه مهال قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند نعیم وردګ وایي چې د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر او د دوی نورو مشرانو په ایران کې د دې هېواد د بهرنیو چارو له وزیر جواد ظریف سره لیدلي.

نعیم وردګ وایي طالبانو د ظریف سره د افغانستان په روان وضعیت، افغان سولې خبرو، سیمه او افغانستان کې د سولې پر اړتیا خبرې کړي دي.

د سیمې هېوادونو له سیاسي مشرانو سره د طالب مشرانو لیده کاته داسې مهال روان دي چې قطر کې د سولې بین الافغاني خبرې ولاړې دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance