په ژمي کې د زنجبيلو (ادرکو) ۵ حيرانونکې روغتيايي ګټې
خبريال وېبپاڼه: کېدی شي داسې کسان کم وي چې د زنجبيل له ګټو به یې نه وي اورېدلي خو په دې ليکنه کې موږ د زنجبيل ګټې په تخنیکي ډول ترټولو په ساه بڼه درته بیانوو.
د زنجبيل حيرانونکې ګټې
۱- په ژمي کې د تنفسي سيستم ناروغۍ ډېرې وي د زنجبيل کارول ترټولو ښه او په ځای پرېکړه ده، زنجبيل د انسان د بدن دفاعي سيستم غښتلی کوي او د ناروغۍ څخه يا مخنيوی کوي او یا هم په دې کې مرسته کوي چې بدن په ناروغۍ ژر قوي شي د ناروغۍ سبب له منځه يوسي او انسان بېرته خپله روغتيا ترلاسه کړي.
زنجبيل انتي ويرال یانې د ويروس ضد خواص هم لري او د ويروس په ضد په مبارزه کې هم برخه اخلي، په ځانګړي ډول که ستونی بند وي او بلغم مو زيات وي او يا هم رېزش لرئ نو کولی شی چې په يو ګيلاس ګرمو اوبو او يا چای کې يوه ماشوغه زنجبيل ګڈ کړی او يې څښئ، دا به ستاسې د رغېدو پروسه په بې ساري ډول تېزه کړي.
۲- زنجبيل د معدې په روغتيا کې هم ډېر څه کولی شي، زنجبيل د معدې عضلات اراموي په معده کې د ګاز او باد او د پړسوب مخنیوی کوي، په ځانګړي ډول د اسهال په وړاندې هم زنجبيل ګټور ثابتېږي، پوهان وايي هغه اسهال چې سبب یې کوم بکتريا وي د زنجبيل په کارولو سره په چټکۍ رغېږي.
۳- حامله يا اومېدوارې مېرمنې د سهار له لوري د شديد زړه بدوالي سره مخ وي، دوی کولی شي چې ددې زړه بدوالي څخه د خلاصون لپاره د زنجبيل څخه ګټه واخلي، ددې ترڅنګ زنجبيل په نورمال ژوند کې هم د زړه بدوالي مخه نيسي.
د سهار له لوري د زده د بد والي څخه د خلاصون لپاره يو کس کولی شي لږ څخه زنجبيل همداسې وخوري يا یې هم د چای سره وخوري او ددې ترڅنګ کولی شي د لږ شاتو سره یې هم ګډ کړي.
۴- زنجبيل د درد د ارامولو لپاره کارول کېږي، په ځانګړي ډول د بندونو د درد د روماتیزم د درد د کمولو لپاره زنجبيل ځانګړې ګټه لري، د بدن هغه برخه چې درد کوي د زنجبيل او کورکمن د ګډ ماسک د مساج سره تر ډېره ارامېږي.
په بازار کې د زنجبيل غوړ هم موندل کېږي، د بدن هغه برخه چې درد کوي د زنجبيل په غوړو غوړل هم ګټور کار دی.
۵- زنجبيل د سر درد د ارامولو لپاره هم کارول کېږي، په زنجبيلو کې موجود مواد د ډېر شديد سر درد د ارامۍ سبب هم کېږي، په بدن کې ځېنې پروستاګلانډين په مستقيم ډول درد نه رامنځته کوي خو د درد حس را پیدا کړي چې دا پخپله لکه د درد غوندې سړی ځوړوي، په زنجبيل کې موجود مواد د پروستاګلانډين دا ډول تاثير او د تاثير قابليت له منځه وړي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.