The news is by your side.

جوبايډن ميليونونو کډوالو ته تابعيت ورکوي

خبريال وېبپاڼه: د امريکا د متحده ايالاتو نوی حکومت د کډوالو په هکله خپله پاليسي بدلوي، د ولسمشر جوبایډن حکومت پرېکړه کړې ده چې هم به موجودو کډوالو ته د تابعيت ورکولو چاره ګړندۍ کړي او هم به امريکا ته د نورو کډوالو ورتګ اسانه کړي.

د جوبایډن د حکومت د نړې پاليسۍ مطابق به په امريکا کې موجودو کډوالو ته دا اساني رامنځته شي چې دوی به وکولی شي په لنډ وخت کې د امريکا د تابعيت ورکولو پروسه طی کړي.

د سپينې ماڼۍ څخه يوې سرچینې خبريالانو ته ويلي دي چې جوبایډن به د خپل یو نوي حکم په بنسټ ۹ ميليونه کډوالو ته تابعيت ورکولو پروسه اسانه او چټکه کړي.

ډونالډ ټرمپ حکمونه لغوه!

که څه هم جوبایډن د حکومت د مشرۍ په لومړيو ورځو کې فوراً د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ځینې حکمونه چې هغه د کډوالو په تړاو صادر شوي و لغوه کړل خو ښکاري داسې چې ټرمپ په دې سيستم کې پراخه لاس وهنه کړې او ډېر نور څه هم دي چې بايد يې جوبایډن لغوه کړي.

جوبايډن به د کډوالو په برخه کې درۍ نوي حکمونه صادر کړي او کډوالو ته پراخې آسانۍ وړاندې کړي، په ځانګړي ډول هغه کسان چې د خپلو کورنیو د غړو څخه لرې دي ډېر په پام کې نیول شوي دي او ددوی د يو ځاي کېدو لپاره به جوبایډن د لازمو اسانتياوو د رامنځته کولو حکم وکړي.

له دې پریکړې څخه به ترټولو ډېر مکسیکويی کډوال مستفيد شي، اوس مهال د مکسیکو او امریکا په سرحد کې ډېری کډوال په بد حال کې دي، د کورنیو ځينې غړي په دې بريالي شوي دي چې امريکا ته ولاړ شي او ځینې نور د سرحد هخوا پاتې دي چې د ګڼو ستونزو سره مخ دي.

ماشومان به له کورنیو سره یو ځای شي!

ددې نوې پرېکړو په اساس به هغه ماشومان چې کورنۍ په ځانګړي ډول مور او پلار يې لا په‌ دې نه دي توانېدلي چې تا امریکا ته ورشي د خپل مور او پلار سره د یو ځاي کېدو چانس برابر شي او ددوی مور او پلار به وکولي شي امریکا ته ولاړ شي.

د مالوماتو په بنسټ په امريکا کې همدا اوس پینځه زره کډوال ماشومان ژوند کوي چې مور او پلار یې په نورو هېوادونو کې دي او نشي کولي چې ددوی خواته ورشي.

انساني تګلاره او ارزښتونه!

د سپينې ماڼۍ يوه چارواکي رسنيو ته وويل چې جوبایډن به‌ د کډوالو لپاره يو داسې تګلاره جوړه کړي چې ډېره انساني تګلاره وي او د امريکا د متحده ايالاتو انساني ارزښتونه پکې په پام کې نيولو شوي وي.

جوبايډن د خپلې ولسمشرۍ په لومړۍ ورځ په مسلمانو هېوادونو د ډونالډ ټرمپ بندیز لغوه کړ او ددې هېوادونو خلکو ته یې اجازه ورکړه چې د امريکا د متحده ايالاتو د ويزو د ترلاسه کولو لپاره مراجعه وکړي، ددې ترڅنګ جوبایډن د مکسیکو سره ددیوال جوړولو پروژه هم لغوه کړه.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance