The news is by your side.

دا اوه کارونه مو ژوند سختوي!

خبريال وېب پاڼه: د ښځي او خاوند ترمنځ شخړه او جنګ يو عادې کار دی داسي جوړه (ښځه او خاوند) به موجود نه وي چې ترمنځ يې شخړي منځ ته رانه شي ځيني خلک بيا ډول ډول متلونه کوي چې د ښځي او خاوند ترمنځ شخړه او جنګ د هغوي مينه ده او د ژوند مالګه ده خو به هغه صورت کې چې د دواړو ترمنځ اختلاف او نور جنجال رامنځته نه شي.

 

راځئ په دې ليکنه کې به د خپلې ميرمن سره د جنګ او جنجال ترڅنګ په هغو کارونو وپوهيږئ چې هيڅکله يې بايد د خپلې ميرمنې پر وړاندې او يا هم د خپلې ميرمنې سره يې ترسره نه کړئ.

* هيڅکله په عام ځای کې او يا د نورو خلکو پر وړاندې د خپلې میرمنې سره بحث مه کوئ ځکه ستاسو په دې کار سره هم د نورو خلکو په وړاندې هم د خپل ځان او خپلې ميرمنې بې احترامې کوئ او هم د هغه خلکو چې ستاسو په وړاندې شتون ولري او تاسو بيا د هغو خلکو د مسخرو لامل ګرځئ چې تاسو يې په وړاندې د خپلې ميرمن سره بحث او شخړه کوئ.

* هيڅکله د خپلې ميرمن سره مو د اوسېدو خونه مه بيلوئ که چيري تاسو د خپلې ميرمن سره د شخړو او جنګ وروسته د اوسېدو خونه جدا کړئ دا ستاسو په ورځنې ژوند بد اغيز کوي ستاسو ترمنځ مينه کميږي د شخړو وروسته کوښښ وکړئ چې د ارامتيا وروسته بيرته خپل عادې حالت ته وګرځئ.

* د خپلو اولادونو په وړاندې هم د خپلې ميرمن سره د جنګ او شخړو څخه ډډه وکړئ ځکه دا ستاسو د اولادونو په ذهن بده اغيز کوي او تاسو بيا د خپلو اولادونو مخکې خپل حيثيت دلاسه ورکوئ.

* هيڅکله د طلاق په اړه د خپلې ميرمن سره خبري مه کوئ ځکه طلاق دومره حساسه موضوع ده چې د طلاق دروغ هم ريښتيا وي مطلب دا چې که چيري تاسو خپلې ميرمنې ته په ټوکو کې هم طلاق ورکړئ نو ميرمن مو درباندې طلاقيږي او بيا ورسره د اوسېدو حق نه لرئ.

* د ژوند تير شوي او پخوانۍ خبري مو له ذهن وباسئ او يوبل ته يې مه يادوئ دا هم ستاسو په منځ کې د خفګان لامل کيږي.

* د ميرمن سره مو د فزيکې جنګ سره بيخې ډډه وکړئ ميرمن مو هيڅکله مه وهئ ځکه تاسو مو په دې کار سره د ميرمن حق تر پښو لاندې کوئ.

* که د خپلې ميرمن سره مو کومه ستونزه لرله کوښښ وکړئ د خپلې کورنۍ سره يې شريکه نه کړئ اول يې په خپلو کې ورته د حل لار ولټوئ او بيا موضوع د هغه چا سره شريکه کړئ چې هغوي په تاسو خفه کيږي.

 

 

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.