The news is by your side.

د طالبانو له لوري د ملکي تلفاتو د متضررينو په هکله حیرانونکې پرېکړه

خبريال وېبپاڼه؛ طالبانو اعلان کړی دی چې د ملکي تلفاتو څخه زيانمنو کسانو سره به مرستې کوي، د طالبانو د اعلامیې په بنسټ چې دا پرېکړه ددوی مشرتابه کړې ده او تمه ده چې د هغه کسانو سره مرستې وشي چې د خپلې کورنۍ کوم غړی یې په روانه جګړه کې يا له لاسه ورکړی وي او یا هم ټپي وي.

د طالبانو د بيان په بنسټ چې دوی به هر هغه کس ته چې د خپلې کورنۍ کوم غړی یې له لاسه ورکړی وي پنځوس زره کلدارې او هر هغه کس ته مې ټپي شوی وي ۲۵ زره کلدارې ورکړي.

په هېواد کې د حالاتو څارونکي وايي چې د طالبانو دا کار د تشويق لپاره د ستايلو وړ دی خو د خلکو اصلي غوښتنه له دوی څخه داده چې له داسې کارونو ډډه وکړي چې په پايله کې یې ددې هېواد بې ګناه خلک ددا ډول سرنوشت سره مخ شي چې يا خپل ژوند له لاسه ورکړی او يا هم د خپل بدن کوم غړی.

د افغانستان د مدني ټولنو غړي هم وايي چې طالبان بايد لومړی اوربند وکړي ترڅو هغه څه بند شي د کوم چې نن دوی مرسته کول غواړي، که جګړه نه وي نو موږ به ملکي تلفات او دا ډول ټپيان هم ونلرو.

د سولې د خبرو بیا پیل!

طالبانو همدا اوس د افغان حکومت له استازو سره د خبرو څخه په شاتګ کړی دی او د خبرو په ځای په تهران او مسکو کې وخت تیروي.

ددې په ځاي دوی بايد اوس ټول په دې هڅه کې وی چې د افغانستان د مسلې یوه معقوله حل لاره پيدا کړي، په داسې حال کې چې تر پرونه د يو بل سره هېڅ ډول اړيکې طالبانو او حکومت نه درلودې نن دا دي د يو بل سره خبرې کوي او دلايل تبادله کوي، دا ښه فرصت دی چې د افغانستان دې روان ناورين ته د پای ټکی کېږي.

طالبان دې د افغانانو سره هم ضد نکوي!

لکه څنګه چې طالب مشر په پاکستان کې ويل چې دی د خپل حیثیت پوښتنه د پاکستان څخه نکوي او ددې لپاره یې خپلې ځینې مجبورۍ يادې کړې نو همدا ډول دې د افغانستان د حکومت له استازو سره د نرمۍ څخه کار واخلي د افغانستان د خلکو په حال دې فکر وکړي.

زموږ خلک ددې جګړې له کبله هره ورځ خپل غرور، حيثيت، ژوند او هرڅه له لاسه ورکوي، پکار ده طالبان په خبرو کې د خپلو هغه غوښتنو څخه په شاه شي چې اوس یې وخت نه دی.

د افغانستان خلک له طالبانو څخه غواړي چې دا ډول يوې جګړې ته چې سبا به ددوی نوم په تاریخ کې د خپلو خلکو د قاتلینو په صفت ليکل کېږي لاس واخلي او د سولې روانې خبرې بريا ته پرېږدي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance