The news is by your side.

سعودي عربستان د مسلمانانو زړه ماتوونکې پرېکړه کوي

خبريال وېبپاڼه؛ وروسته له چې محمد بن سلمان د سعودي عربستان وليعهد وټاکل شو او په همدې موده کې د امريکا د حکومت چارې ډونالډ ټرمپ په لاس کې واخيستې د سعودي چارواکو د ځان ساتنې او خپل مقام د ساتنې لپاره امریکا ته هرڅه ومنل، د امریکا له لوري یې د بيت المقدس په پلازمېنه پېژندنه باندې سترګې پټې کړې، په اسلامي هېوادونو کې یې اسلام پالې ډلې ترورستي ډلې اعلان کړې او امریکا ته یې په سلو ميليارډونو ډالره رشوت ورکړ.

اوس تازه د بېزنېس انسايډر په خبر کې راغلي دي چې عیسویانو د ايوانجکليک ډلې يو لوبي د محمد بن سلمان سره په خبرو بوخت دی او په دې هڅه کې دی چې هغه په سعودي عربستان کې د يوې کليسا جوړولو ته تيار کړي.

ددې خبر په بنسټ د عیسویانو د ايوانجکليک ډلې يو مشر جېول روزنبرګ د ۲۰۱۸ کال راهیسې څو ځله د محمد بن سلمان سره ليدلي دي، ويل کېږي چې ددې مشر او محمد بن سلمان ترمنځ ځينې وخت غونډو څو ساعته هم نیولي دي.

د بېزنېس انسايډر په وينا چې په سعودي عربستان کې د کليسا جوړولو خبره قطعي ده، خو وخت يې نه دی معلوم، کېدی شي نن يا سبا او يا هم بله ورځ د کليسا جوړول اعلان شي، د بلې خوا يوه سعودي اکاډميسين بېزنېس انسايډر ته وويل چې کليسا به يا په پلازمېنه رياض او هم په نوي جوړېدونکي نيوم ښار کې جوړه شي.

د ايوانجکليستانو د ډلې مشر جېول روزنبرګ د اسرایلو د يوه ټلويزيون سره په خبرو کې وويل چې تراوسه ددوی هڅې پای ته نه دي رسېدلې او نه هم تراوسه د سعودي عربستان وليعهد قناعت کړی دی.

د سعودي عربستان د يوه اکاډميسين په خبره چې د سعودي حکومت به د کلیسا جوړولو خبره ومني خو دا چې کله او څه وخت دا نامعلومه ده.

ددې اکاډميسين په خبره چې په لوی احتمال کليسا به که په رياض کې نشي په نيوم ښار کې جوړه شي، نيوم د سعودي عربستان د حکومت له لوري جوړېدونکی يو خيالي ښار دی چې په ۲۰۲۵ م کال کې به يې د جوړېدو چارې پای ته ورسېږي، په دې ښار باندې ۵۰۰ میلیارډه امريکايي ډالر مصرف راځي او په مصنوعي ځيرکتيا سمبال ښار به وي.

سعودي عربستان يو له هغه هېوادونو څخه دی چې پکې بدون د اسلام له دين څخه د نورو دینونو د کړنو عملي کولو ته اجازه نه ورکول کېږی، په دې هېواد کې د مېشتو عيسويانو دقیق شمېر نه دی مالوم يوازې دومره مالومات شته چې په پلازمېنه رياض کې تقريباً يو نيم ميليون عیسویان ژوند کوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance