The news is by your side.

هلمند کې د معیاري ښارګوټي جوړونې چارې پیل شوې

خبریال وېب پاڼه/ په هلمند ولایت کي په لومړي ځل د یو معیاري ښارګوټي جوړونې چارې پیل شوې.

په هلمند ولایت کي د غازي محمد ایوب خان په نوم د یوه ښارګوټي جوړونې چارې پرانیستل شوې.

تېره ورځ د هلمند ولایت په مرکز لښکر ګاه ښار کي د ملي سوداګر له خوا د غازي محمد ایوب خان په نوم د یوه ښارګوټي جوړونې افتتاح وشوه.

د یاد ښارګوټي د مسؤول په وینا دا په هلمند ولایت کې په لومړي ځل یو معیاري ښارګوټی دی، چي د هر ډول اسانتیاوو څخه به برخمن وي.

د هلمند ولایت په مرکز لښکر ګاه ښار کې په لومړي ځل سره د یو خصوصي ښارګوټي جوړونې چارې را پیل شوې، دغه ښارګوټی د هلمند ولایت د یو تن ملي سوداګر له خوا، چي د هلمند والي او په ولسي جرګې کي د خلکو استازو او یو شمېر هلمندوالو پکښي ګډون کړی و، پرانیستل شو.

د دې ښارګوټي جوړوني مسؤول دغه ښارګوټی د یوه معیاري ښارګوټي په نوم یاد کړ او ویې ویل، چي دا ښارګوټي د پرمختللي سېسټم لرونکی دی، چي روغتون، ښوونځی، تفریحي پارک او یو شمېر نورو هغو اسانتیاو په درلودلو سره به جوړیږي چې خلک ورته اړتیا ولري.

د هلمند والي محمد یاسین خان وویل، مخکې په هلمند ولایت کې املاکي کارونه بند وو، خو چي کله د هلمند والي په حیث راغلم، د املاکي کارونو د چارو بیا پیل مي د ولسمشر څخه امر واخیست، هغه د یاد ښارګوټي په اړه وویل، چي دا یو شخصي ښارګوټی دی، دا ښارګوټی مو د ښار جوړولو وزارت ته په وړاندیز او د یاد وزارت په منظورۍ هلمند ولایت ته واخیست، ده د محمد عیسی عمري څخه په منني سره، پر ملي سوداګرو غږ وکړ، چې خپلې طرحې مو راسره شریکې کړئ، دولت مو همکار دی، په بل هېواد او یا ولایت کي پانګونه مه کوﺉ، دلته پخپل ولایت کي پانګونه وکړئ.

د هلمند ولایت ښاروال عصمت الله صمدي وویل په لومړي ځل وتوانیدو د ښار جوړونې وزارت په همکارۍ په په هلمند ولایت کې د یو خصوصي ښارګوټی جوړ کړو، هغه وویل، دولتي امکانات زیات نه لرو، لکه څنګه چي ملي سوداګر امکانات لري، هغه د یاد ښارګوټي یو معیاري، د غوره ښاري فرهنګ او ښه امکاناتو درلودونکی یادوي.

هلمند د هېواد په سطحه دویم ولایت دی چې د ښار جوړونې له لوري دمساحت په لحاظ پراخ مساحت درلودونکې دي.

په ولسي جرګه کي د هلمند د خلکو استازي غلام ولي افغان د غازي محمدایوب خان ښارګوټي په اړه وویل، دلته هر سوداګر په میلیونونو پانګونه نه کوي، خو عمري دلته پانګونه وکړه، هغه وویل، د دې ښارګوټي ګټه زموږ خپله ګټه ده.

نسیمه نیازۍ چي په ولسي جرګه کي د هلمند د خلکو استازې ده، نوموړې د اړونده همکارو ادارو له مسؤولینو څخه د یاد ښارګوټي په جوړولو کې، چي همکاري کړې، له هغو نه مننه وکړه او ویې ویل، چي دا یو معیاري ښارګوټی دی، د دې ښارګوټي په جوړولو سره به زیاتو هلمندوالو ته کاري زمینه هم برابره شي.

په مشرانو جرګه کې د هلمند د خلکو استازي محمد هاشم الکوزي د یاد ښارګوټي جوړیدني چارو د پیل په تړاو د عمري او ټولو همکارو ادارو څخه مننه وکړه، هغه وویل « دا په هلمند ولایت کي یو تاریخي او پرمختللی ښارګوټی دی».

هغه پر هلمندوالو غږ وکړ، چي دا ښارګوټی یو معیاري ښارګوټی دی، راشﺉ دلته ځانته نمرې واخلﺉ او کورونه په کې جوړ کړﺉ.

په هلمند ولایت کي د ملي سوداګر محمد عیسی عمري له خوا په دې ولایت کې د ښار ښکلا او ابادۍ په برخه کې زیات کارونه کړي چې د دې ولایت د ښار بڼه یې بدله کړې، خو دا په هلمند ولایت کې لومړی ځل دی، چي دلته د یوه خصوصي ښارګوټي جوړوني چاري پیلیږي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance