The news is by your side.

نیکولاس: مشران دې د غني او عبدالله ستونزه حل کړي

خبریال وېب پاڼه/په افغانستان کې د ناټو ملکي استازی نیکولاس د ولسمشر غني او پخواني اجرایه رییس تر منځ ستونزه جدي ګڼي او د ژر حل غوتونکی یې دی.

نوموړی وایي چې په دې سختو شرایطو کې د محمد اشرف غني او ډاکتر عبدالله تر منځ د قدرت پر سر را پورته شوې ستونزه د جدي اندېښنې وړ ده. دی پر پخواني ولسمشر کرزي او جهادي مشر استاد سیاف باندې غږ کوي چې د دواړو مشرانو تر منځ د را ولاړې شوې ستونزې دې ژر حل کړي او خپلو هڅو ته دې دوام ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره میاشت ولسمشر غني د لوړې مراسم ترسره کړل، ورسره هم مهاله د ولسمشرۍ مدعي عبدالله هم په سپېدار ماڼۍ کې د خپلې مراسم اجرا کړل او د موازي حکومت اعلان یې وکړ. په تېر کې هم عبدالله د موازي حکومت او قدرت تر لاسه کولو لپاره ورته هڅې کړې وې.

عام افغانان د کرونا ویروس له خپرېدو، په ادارو او کار ځایونو کې ګرځبندیز، د وسلوالو طالبانو او د دواړو مشرانو تر منځ روان سیاسي کرکېچ سخت اندېښم کړي دي. تر دې مهاله په ټول هېواد کې د کرونا له امله شاوخوا ۱۵ کسان وژل شوي دي، ټولې مثبتې پېښې ۴۸۴ ته لوړې شوې دي او ګڼ شمېر لا د تشخیص تر پروسس لاندې دي.

طالب وسلوالو هم په خپلو بریدونو کې هېڅ کمی نه دی راوستلی او په ټولو هغو ولایتونو کې جګړه روانه ده چې طالب وسلوال په کې شته دي. ولس د فقر او په هېواد کې د راغلو ټولو آفتونو له امله له نامعلوم برخلیک سره مخ دی.

د ولسمشر غني او عبدالله تر منځ په روانو مذاکراتو کې د پام وړ پرمختګ راپورونه ورکول کېږي خو تر دې دمه نه دي توانېدلي چې خپل منځي ستونزې حل او هېوادنیو چارو ته په یو واحد دریځ سره را مخکې شي. پخوانی ولسمشر کرزی او استاد سیاف له تېرې کابو یوې میاشتې را هیسې د دواړو مشرانو تر منځ په خبرو لګیا دي تر څو یوې هوکړې ته یې ورسوي خو تر دې دمه توانېدلي نه دي.

امریکا په وار وار په دواړو مشرانو غږ وکړ چې خپل منځي ستونزې حل کړي. په همدې پلمه امریکا په خپلو مرستو کې هم کمی راوست او یو ملیارد مرسته یې کمه کړه. دوی همداراز وایي که د دواړو مشرانو تر منځ ستونزه حل نه شي، دوی به خپل ټول سرتېري له افغانستان نه وباسي.

د ناټو ملکي استازی زیاتوي چې له افغان امنیتي ځواکونو سره به خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکوي او زیاتوي چې ناټو په افغانستان کې سولې او د امنیتي ځواکونو ملاتړ ته ژمنه ده.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance