امريکايي ولس ته د ملا برادر په ليک کې غولونکې ادعا
امريکايي ولس ته په ليک کې د ملا برادر غولونکې ادعا
خبريال وېبپاڼه؛ د طالبانو مرستيال مشر او د سياسي دفتر ريس ملا برادر د امريکا د ولس په مخاطبت يو ليک خپور کړی دی او په دې ليک کې يې د افغانستان د خاورې څخه د ټولو امریکايي ځواکونو اېستل غوښتي دي.
ملا برادر په دې ليک کې امريکايي ولس ته ويلي دي چې دوی تيار دي پخپلو منځو کې سره جوړ شي، ټول افغانان به پخپلو کې سره جوړ شي او يو اسلامي حکومت به رامنځته کړي.
د برادر دا خبره اوس هم ډېره غولونکې ده، ملا برادر وايي دوی له افغانانو سره جوړېږي امريکايان دې ولاړ شي، خو دا هم د هغه غولونکو دروغو څخه عبارت دي.
ملا برادر په داسې حال کې د افغانانو سره د جوړجاړي خبرې کوي او وايی چې افغانان به په خپلو کې سره جوړ شي چې همدا اوس يې د افغانانو استازی ټيم همداسې پرېښی دی نورو هېوادونو کې په سفرونو بوخت دي او له پرديو هېوادونو څخه افغان حکومت ته د استعفا وړانیزونه کوي.
د ملا برادر دا غوښتنه او خبره ډېره بازي ورکونکې ده، طالبان په خوله وايي چې دوی ملکي خلک نه وژني، عامو شتمنيو ته زيان نه رسوي، خو په حقیقت کې د يوه ملکي وګړي وژل کېدل نه يا نه وژل کېدو هېڅ ارزښت نلري.
همدا اوس دوی د افغانانو سره نه جوړېږي، يا طالبان بدون له ځان څخه نور افغانان نه هم افغانانو ګڼي او نه مسلمانان او يا په ښکاره باندې خاورې د خلکو سترګو کې خاورې اچوي.
د ملا برادر په خبره کې جګړه د هېچا په ګټه نه ده، برادر دا هېروي چې جګړه ددوی د قومندانانو په ګټه ده، ددوي قومندان څو څو ودونه لري په لويو بنګلو کې اوسېږي ،ددې تر څنګ حقيقت دادی چې په حکومت کې هم د ځينو کسانو لپاره سوله چندان خوند ورکوي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.