په مخ څلور خالونه کېږده!
خبریال وېب پاڼه/ په پښتو ادبیاتو او په ځانګړې توګه په لنډیو کې د خال ځای.
د پښتنو مېرمنو په دودیز ډول یا سینګار کې خال ځانګړی ځای لري.
پخوا به د هېواد په لېرې پرتو کلیو کې پښتنو مېرمنو له خپلو ګردو دودیزو جامو سره ځانګړې ګاڼې اچولې او پر مخ به یې خالونه وهل. څلور په زنه او څلور په تندي. دا خالونه به یې له یو طبیعي بوټي نه چې اېښولو به یې او بیا به یې په ستنو په مخ وهل او یا به یې د سینګار په وخت کې له رانجو نه پر مخ خالونه اېښودل.
اوس مهال د خال وهل بیا دود شوي او د افغاني ګنډ یا جامو سره یې پېغلې په سینګار کې پر مخ د رانجو تور خالونه وهي.
له افغاني ګنډ سره په سینګار کې د خالونو وهل بې سارې ښکلې ښکاري او د پېغلو ښکلا لا پسې زیاتوي.
په پښتو ادبیاتو کې بیا د ښځو دا ډول یا سینګار په شعرونو او لنډیو کې ډېر ستایل شوی لکه پښتو لنډۍ کې چې وایي:
په مخ څلور خالونه کېږده
په تا مٸین زه په څلور مذهبه یمه
په پورتنۍ لنډۍ کې مٸین خپلې مٸینې ته وایي چې په مخ دې څلور خالونه ووهه او د څلورو خالونو ښکلا یې د دین له څلورو مذاهبو سره تشبه کړې.
یا په بله لنډۍ کې:
چپه کاکُل دې دښمني کړي
د زنې خال دې مرور پخلا کوینه
په دې لنډۍ کې بیا وایي چې ستا اوربل یا د مخ وېښتان دومره ښه ښکاري چې په زړه مې اور بلوي او زما له زړه سره دښمني کوي خو د زنې خالونه چې دې ګورم دومره ښه ښکاري چې بېرته مې بیا در مٸینوي او بیا مې لکه مرور در پخلا کوي.
د افغانستان په لېرې پرتو کلیو کې په پښتنو ښځو کې د خال وهل له سلګونو کالونو را په دې خوا دود دي خو د وخت په تېرېدو د خال وهلو ډول په پښتنو ښځو کې ورک شوی وو خو اوس بېرته دا دود د ټولو افغانو پېغلو او ښځو تر منځ بیا رواج موندلی او د افغاني ګنډ یا جامو سره په سینګار کې په زنه او تندي خالونه ږدي.
افغانې مېرمنې له خپلو ګردو دودیزو جامو سره ځانګړې ګاڼې او سینګار لري چې په ټول ډول کې یې د خالونو وهل ښکلا لا ډېروي او هم په پښتو ادب کې ځانګړی ځای او ستاینه لري.
آمنه عزیزي
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.