خیبر پښتونخوا کې کرونا دوه افغان کډوال وژلي
خبریال وېب پاڼه/په خیبر پښتونخوا کې د افغان کډوالو د آتشې د معلوماتو له مخې په دغه ایالت کې په لومړي ځل دوه افغان کډوال د کرونا له امله وژل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په پښتونخوا او هخوا په پاکستان کې د کرونا ویروس په خورا چټکۍ د خپرېدو په حال کې دی او زرګونه کسان پرې اخته دي. په ټول پاکستان کې تر ۶۰ زیات کسان د دغې ویروس له امله وژل شوي هم دي.
تر دې وړاندې په دغه هېواد کې د افغان کډوالو په کمپونو کې د کرونا ویروس له خپرېدو سره د پاکستان د کډوالو او قبایلو چارو وزیر اعلان کړی و چې ښایي په دغه کډوال مېشته سیمو کې یو لوی بشري ناورین را منځته شي.
د پاکستان د کډوالو او قبایلي چارو وزیر تېره اونۍ په یوه بیان کې ویلي وو چې د کرونا له امله د را منځته شوي بندیز له مخې ښایي د افغان کډوالو کمپونه له ګڼو ستونزو سره مخ شي چې په دې کې د کرونا ویروس د چټکې خپرېدو وېره هم شته دي. نوموړي پر ملګرو ملتونو غږ کړی چې په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو ستونزې حل کړي او په دې توګه دوی د کرونا له خطرونو بچ کړي.
افریدی همداراز ویلي وو چې د پاکستان حکومت له دغې کمپونو سره د مرستې لپاره یوه بسته ځانګړې کړې ده خو په وینا یې دا بسنه نه کوي او د نړیوالو مرستو ته هم اړ دي.
په ورته وخت کې بره پښتونخوا او د افغانستان ټول ولایتونه له کرونا ویروس څخه اغېزمن شوي دي او د وروستیو معلوماتو له مخې په ټول هېواد کې ۵۲۱ مثبتې پېښې ثبت شوې دي چې په پروان کې د کرونا له امله د یوه سپین ږیري له مړینې سره د دغې ناروغۍ د قربانیانو شمېر ۱۶ تنو ته لوړ شو.
په دې وروستیو کې په کابل، هرات او ننګرهار کې هم ګرځبندیز جدي شوی دی. له تېرو دوو ورځو را هیسې په کابل ښار کې د پام وړ تغیرات لیدل کېږي او امنیتي ځواکونه خلکو ته د زیاتې ګڼې ګوڼې اجازه نه ورکوي. هخوا په ننګرهار کې هم د ولایتي چارواکو لخوا ولسي وګړو ته له کورونو نه د وتلو ځانګړي مقررات په پام کې نیول شوي دي چې سر له سنبې ورځې به عملي شي.
په دغې مقرراتو د خوراکي توکو د خرڅلاو او خلکو ته یې د پیرلو لپاره د شپې لخوا مهالوېش جوړ شوی دی چې د ماخستن نه تر سهاره پورې به خلک د خپلې اړتیا وړ توکي په ځانګړي مهالوېش سره ترلاسه کوي او په ښار کې د ریکشاوو او موټرو پر تګ را تګ هم محدودیت وضع شوی دی.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.