The news is by your side.

“په هېواد کې له اسلامي هېوادونو د اوربند غوښتنه”

خبریال وېب پاڼه/افغان حکومت د اسلامي هېوادونو او نړیوالې ټولنې څخه غوښتي چې په افغانستان کې د اوربند لپاره هلې ځلې وکړي.

حکومت وروسته له هغه پر نړیواله ټولنه او اسلامي هېوادونو باندې د اوربند لپاره د همکارۍ غوښتنه کوي چې تېره ورځ په منځني ختیځ کې د سعودي عربستان په مشرۍ ټلوالې د هوسي یاغیانو پر وړاندې اوربند اعلان کړ. هوسي یاغیان له ځان سره د ایران ملاتړ لري او وخت ناوخت پر سعودي هم توغندي ور توغوي.

په هېواد کې د اوربند لپاره ولسمشر غني څه موده وړاندې د یو ویډیویي پیغام له لارې پر وسلوالو طالبانو غږ وکړ چې له کرونا سره د مبارزې په خاطر په ټول هېواد کې اوربند وکړي تر څو دولتي روغتیا پالان نا امنو سیمو او هغو ځایونو ته چې د وسلوالو طالبانو تر ولکه لاندې دي، پر وخت روغتیایي توکي او بشري مرستې ورسوي.

ولسمشر غني طالبانو ته ګوت څنډنه کړې وه چې که په لرې پرتو سیمو کې د کرونا له امله کوم بشري ناورین را منځته شي، مسؤل به یې خپله طالبانو او د دوی همکار هېوادونه وي. ښاغلي غني که څه هم د طالبانو په ننګه د کوم هېواد نوم وا نه خیست، خو په تېرو کابو دوو لسیزو کې د افغانستان په هره بدمرغۍ کې د پاکستان د څارګرې ادارې (ISI) لاس وي چې وخت ناوخت نړیوالې ټولنې او ښکېلو سازمانونو ته هم شکایت ورڅخه شوی دی.

خو طالب اورپکو نه یوازې د ولسمشر غني وړاندیز ته هرکلی و نه کړ، بلکې په هغو سیمو کې چې دوی واک پرې لري، د دولتي ځواکونو پر وړاندې خپلې جګړې ته دوام هم ورکړ.

د امریکا، ناټو او اروپایي تولنې په ګډون ډېری سازمانونو هم په افغانستان کې د اوربند غوښتنه کړې ده. څه موده وړاندې د طالب اورپکو ویاند له یوې غربي زسنۍ سره مرکه کې ویلي وو چې تر څو د دوی تر واک لاندې سیمو کې د کرونا مثبتې پېښې ثبت نه شي، دوی به خپلو بریدونو ته دوام ورکوي. دا په داسې حال کې ده چې اوس د افغانستان په شاوخوا ۲۶ ولایتونو کې کرونا تیت شوی دی خو طالبانو لا هم خپل بریدونه کم کړي نه دي.

افغان حکومت نړیوالې ټولنې ته په استول شوي لیک کې د یمن له اوربند څخه هرکلی کړی دی او د حرمینو له امام، اسلامي هېوادونو او دغه راز نړیوالې ټولنې څخه یې غوښتي دي چې په افغانستان کې د اوربند لپاره خپلې هلې ځلې و نه سپموي.

په افغانستان کې د کرونا ۵۵۵ مثبتې پېښې ثبت شوې دي چې له ډلې یې ۱۸ کسان ول شوي هم دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance