The news is by your side.

هېواد ته د ډله اییزو افغان کډوالو راتګ اندېښنې را ولاړې کړي

خبریال وېب پاڼه/ په افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو ورځ تر بلې زیاتوالي سره هم مهاله له پاکستان او ایران څخه د ډله اییزو افغان کډوالو راتګ د اندېښنو سره مل دی.

تورخم څخه نږدې ۴۰ زره کډوال
او د سپین بولدک پر لاره څه باندې ۳۶ زره کډوال، او له ایران نه ۲۴۰ زره تنه افغان کډوال هېواد ته را اوښتي.

د کندهار والي حیات الله حیات وایي، تېرو څلورو ورځو کې، چې دې ولایت کې د پاکستان پوله د کډوالو پر مخ پرانیستل شوې وه، څه باندې ۳۶ زره کډوال هېواد ته راستانه شوي دي، چې په دې ډله کې کرونا ویروس باندې څلور شکمن کسان هم پیژندل شوي دي.

ورته مهال، د ننګرهار سیمه اییز چارواکي وایي چې د تورخم بندر له لارې هم نږدې څلویښت زره تنه هېواد ته راستانه شوي دي.

ننګرهار کې سیمه ییز چارواکو پاکستان څخه د کډوالو راستنېدو څخه مخکې ویلي و، د کډوالو قرنطین کېدو او څیړنې لپاره یې چمتوالی لري، خو اوس د څلوېښت تنو ډله ییز راتګ سره وایي چې شپږ زره کډوال له روغتیایي څېړنو پرته هیواد ته را اوښتي دي.

د کډوالو چارو وزارت د شمېرو له مخې نه یوازې د افغانستان ـ پاکستان له پولې بلکې په نیمروز او هرات ولایتونو کې هم له ایران سره د هېواد ګډو پولو څخه څه باندې ۲۴۰ زره تنه کډوال هېواد ته راغلي دي، هغه راتګ چې ګن شمېر اندیښنې یې را پارولي دي.

له دې وړاندې د هرات او نیمروز پولو څخه هېواد ته د کډوالو ډله اییز راتګ په هېواد کې د کرونا ویروس له اصلي لاملونو څخه و، چې اوس دغه ویروس په افغانستان کې د زیاتوالي په حال کې دی.

دا په داسي حال کې ده چې تېره ورځ په پاکستان کې هم په مېشتو افغان کډوالو کې دوه کډوال چې کوائف يې په لاندې ډول دي، د کرونا ويروس له کبله چې څه موده مخکې پرې اخته شوي و، خپل ژوند له لاسه ورکړ.

لومړنى يې د افغانستان بغلان ولايت، پلخمري اصلي اوسيدونکى او دلته د مردان ضلعې په بغداده سيمه کې اوسېده چې د مردان په کمپليکس روغتون کې وفات شوى او دوهم يې د ننګرهار ولايت کامې ولسوالۍ، عربخېلو کلي اصلي اوسيدونکى و او د حيات اباد کمپليکس روغتون کې وفات شوى.

د روغتیا وزارت مالوماتو له مخې تراوسه افغانستان کې له کرونا ۳۲ کسان روغ شوي او ۱۵ مړه شوي دي.

تر اوسه افغانستان کې د کرونا ډېرې پېښې له ایران سره ګاونډي هرات ولایت کې ثبتې شوې دي.

پر کابل او هرات سربېره دا ناروغي تر اوسه په سمنګان، نیمروز، لوګر، بلخ، زابل، غزني، بدخشان، کندهار، ننګرهار، دایکندي، کاپیسا، بادغیس، سرپل، پکتیکا، بغلان، کندوز، غور، پکتیا، تخار او فاریاب کې پېژندل شوې ده.

اندېښنې شته چې ممکن افغانستان کې د کرونا د ازمېښت د محدودیت له امله په دې وېروس د اخته کسانو شمېر تر هغه په ځلونو ډېر وي چې تراوسه پېژندل شوي دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance