The news is by your side.

کابل کې د پوليسو له لوري دردونکې صحرايي محکمه

خبريال ویبپاڼه- د پوليسو له لوري د خلکو سره شدت خپل اوج ته رسېدلی دی تازه په کابل کې هغه مهال یو پولیس په ډزو له منځه يوړ چې موټر یې د پوليسو له موټرو سره ټکر شو، پوليسو ددې په ځای چې ددې ځوان سره مرسته وکړي په همدې ځوان او موټر ډزې پيل کړې او بلاخره دا ځوان یې وواژه.

دغه پېښه د کابل ښار په څلورمه حوزه کې د شنبې په ورځ شوې ده، د کورنۍ غړي يې وايي چې پوليسو یې په ورور باندې دولس ډزې کړې وې چې لس په موټر لګېدلې وې او دوه يې په ورور.

د مردان خان ورور وويل چې پوليسو یې په قانوني ډول هیڅ حق نه درلود چې ډزې ورباندې وکړي، خو پوليسو د طالبانو په څېر د يوې صحرايي محکمې په څېر د خپل ټوپک خوله ورواړوله او غلبیل غلبیل یې کړ.

د کابل پولیس وايي چې په مردان خان ځکه ډزې شوې دي چې په چک پوست کې ونه درېد، په مردان خان باندې ډزې کوونکی پوليس اوس نیول شوی دی او عدالت ته سپارل شوی.

په دې وروستيو کې د پوليسو له لوري د خلکو وژل، لوټل ا منحلو تېري کول په زیاتېدو دي، شننونکي وايي د کورنیو چارو د وزرات د بې پروايي بې کفایتۍ له وجې پوليس په يوه ملېشه د بدلېدو په حال کې دي او هره ورځ د خلکو سره داسې د چلند پېښې په رسنیو کې رابرسېره کېږي چې خلک په طالبانو باندې شکر وباسی.

د پوليسو څخه په لويو لارو کې هم شکایتونه اسمان ته رسېدلي دي، په لويو لارو کې موټروانان شکایت کوي چې پوليس ورڅخه څو ځله پيسې اخلي سپکوي یې او که که موټر پيسې ورنکړي ډزې ورباندې کوي.

تېره ورځ په زابل ولایت کې هم پوليسو يوه ماشومه نجلۍ خپلې پوستې ته وړې وه او هلته یې ورباندې ډليز تېری کړی و، که څه هم په زابل کې چارواکي وايي چې تېری کوونکی پوليس نیول شوی دی خو خلک وايي چې په دې پېښه کې ګڼ شهېر پوليسو لاس درلود او ټول بايد ونیول شي.

په دې وروستيو کې د هېواد په ګوټ ګوټ کې د پوليسو څخه شکایتونه په زیاتېدو دی، د چارو شنونکي وايي که د کورنیو چارو وزير همداسې په خوب ویده ژر ده چې ولس به د طالب په خوا کې ځای ونيسی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance