The news is by your side.

طالبان د وسلو او پیسو په بدل کې ایران ته اوبه ورکوي

خبریال وېبپاڼه/ د بادغیس د ولایتي شورا رئيس عبدالعزیز بیګ وايي، داسې معلومات یې ترلاسه کړي، چې طالبانو ایران ته د خپل وروستي سفر په ترڅ کې د یاد هېواد له چارواکیو په ځانګړي ډول د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف سره پر یو شمېر مسایلو هوکړې کړې  دي.

نوموړی زیاتوي، په دې هوکړو کې بېلابېل مسایل شامل دي، خو عمده هغه یې د افغانستان اوبو ته د ایران وړیا لاسرسی شامل دی، چې په بدل کې به یې ایران د طالبانو ملاتړ کوي، وسلې او پیسې به ورکوي، چې په خبره یې، په یو شمېر پېښو کې افغان ځواکونو له طالبانو ایرانۍ وسلې هم نیولې دي.

د بیګ په خبره، په فراه او نیمرزو کې وسله وال طالبانو ډېر فعال دي، ځکه د ایران پوره ملاتړ ورسره دی او غواړي د طالبانو په مرسته خپلو اهدافو ته ځان ورسوي.

د نیمرزو اوسېدونکي هم اندېښنه ښيي چې طالبانو او ایراني چارواکو په افغانستان کې د اوبو شته بندونو د ویجاړولو او د نویو بندونو د جوړېدو د مخنیوي په خاطر کتلي او خامخا یې ګډه هوکړه کړې، خو ټینګار کوي، چې طالبان دې نور د پردیو په لمسون خپل هېواد نه ورانوي.

هلته بیا د نیمرزو د ولایتي شورا غړی نعمت الله صدیقي وايي، چې د اوبو د مدیریت په موخه د کمال خان بند رغونې ایراني چارواکي سخت غوسه کړي او د طالبانو په مټ افغانستان سره دښمني پالي.

هغه زیاتوي، چې ایران حکومت په لویدیځ زون کې د بندونو د جوړولو له امله په قهر دی، او څه یې چې په وس پوره وي هغه کوي ترڅو د کمال خان، بخش اباد او پاشدان بندونو د جوړېدلو مخه ونیسي.

د چارو د شنونکو په باور، ایران له ډېره وخته د افغانستان اوبو ته د وړیا لاسرسي او په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د ځپلو په موخه د طالبانو ملاتړ کوي.

په وروستیو کالونو کې، طالبانو د افغانستان په لویدیځ زون کې په بندونو باندې مکرر بریدونه ترسره کړي او هڅه یې کړې چې د رغونې مخه ونیسي، خو بریالي شوي نه دي.

د فیروزکوه اوسېدونکي امیرمحمد واثق وویل، د بندونو د ویجاړولو یا د طالبانو له لارې د هغو د رغونې د مخنیوي په برخه کې د ایران لاسوهنه د افغانستان د خلکو لپاره د منلو وړ نه ده او افغانان به د طالبانو پر وړاندې ودرېږي.‌

افغان چارواکو بیا بیا پر ایران تور لګولی چې د افغانستان اوبو د نه مدیریت په خاطر یې له افغانستان سره د ګاونډیو ولایتونو امنیت خراب کړی او د طالبانو ملاتړ ته یې دوام ورکړی دی او طالبانو بیا د بندونو د جوړولو پروژو مخنیوی کړی.

په دې لړ کې طالبانو د روان کال د سلواغې د میاشتې په شپږ ویشتمه په هرات کې د پاشدان بند جوړولو اته افغان کارکوونکي وتښتول.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance