The news is by your side.

نامرد دوستان؛ امریکا افغانستان کې یو وار مصرفه تاسیسات جوړ کړي

خبریال وېبپاڼه/ د افغانستان د بیارغونې پر چارو د امریکا د حکومت د څار اداره یا سیګار وايي، چې امریکا په افغانستان کې د تاسیساتو په جوړولو دوه اعشاریه څلور میلیارده ډالر خوشې ضایع کړې دي.

یاده اداره په یوه راپور کې وايي، چې امریکا په یاد مبلغ داسې تاسیسات جوړ کړي، چې یو ځل ګټه ځنې اخیستل شوې او یا هم ضایع شوي دي.

راپور کې راځي، چې په دې تاسیساتو کې ښوونځي، سړکونه، روغتونونه، پلونه، هوتل، نظامي ودانۍ او یو تاسیسات پکې شامل دي، چې فقط یو وار ترې ګټه اخیستل شوې، نور خراب شوي او یا امریکايي ځواکونو پخپله له منځه وړي.

سیګار زیاتوي، چې دغه ضایع شوي او یو وار مصرفه تاسیساتو لګښت د امریکا دفاع وزارت، د امریکا د نړیوال پرمختګ ادارې USAID ، OPIC او د بهرنیو چارو وزارت ورکړی، چې هسې د پیسو ضایع بلل کېږي.

 سیګار دا هم ویلي چې د ټولو مصرف شویو اووه اعشاریه اته میلیارده ډالرو څه باندې ۳۴۳ میلیونه ډالر باندې جوړ شوي تاسیسات سم دي او د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته هم ګټه ځنې اخیستل کېږي.

امریکايي ځواکونه چې له هرې اډې وتلي، هلته یې خپل جوړ شوي تاسیسات او وسایل یا له منځه وړي او یا یې داسې تخریب کړي، چې بیا ځلې د استفادې وړ نه دي.

له تاسیساتو نیولې بیا تر بلې هرې پروژې امریکا د نامرد دوست په توګه افغانستان ته بنسټیز کار نه دی کړی او یوازې یې خپلې نظامي او سیاسي ګتې خوندي کړې دي.

بل خوا په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د نظامي تاسیساتو او تطبیق شویو پروژو د ساتنې او سالمې ګټې اخیستنې لپاره د افغان حکومت د واضحې طرحې نشتون هم د دې لامل شوی، چې له یادو تاسیساتو بیا ځلې ګټه وانخیستل شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance