The news is by your side.

عبدالله د امریکا مرستیال سفیر سره د سولې لپاره د امریکا پر طرحې خبرې کړې

خبریال وېبپانه/ د ملي مصالحې عالي شورا وايي، د دې شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله په کابل کې د امریکا سفارت له مرستیال مک کري سره د سولې لپاره د امریکا پر طرحې خبرې کړې دي.

د ملي مصالحې عالي شورا لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه کتنه نن په ارګ کې ترسره شوې ده او دواړو لوریو په بېلابېلو موضوعاتو خبرې کړې دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې په دې کتنه کې د سولې لپاره د امریکا پر طرحې سربېره د سولې د وروستیو پرمختګونو او راتلونکو اقداماتو هم خبرې شوې دي او د دواړه لوریو د سولې بهیر پر چټکتیا او اغېزمنتیا ټینګار کړی دی.

سرچینه کاږي، چې دواړو لوریو د سولې مذاکراتو د چټکتیا هرکلی کړی او روانې جګړې د ختمېدو لپاره یې سیاسي حل لار او خبرې اترې مهمې ګڼلې دي.

تر دې وړاندې ځینو معتبرو سرچینو خبریال وېبپانې ته ویلي وو چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیزاد کابل ته د خپل وروستي سفر په ترڅ کې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت نوې طرحه وړاندې کړې ده، چې د موقت حکومت منځته راتلل هم پکې شامل دي.

د سرچینې په خبره، د دغې طرحې له مخې به د بُن په څېر ترکیه کې یو کنفرانس جوړېږي، چې د طالبان، افغان حکومت او سیاسي رهبران به پکې برخه اخلي او له مخې به یې موقته اداره رامنځته کېږي.

خو ولسمشر غني بیا د خلیلزاد له لوري د سولې لپاره سپارل شوې طرحه پردۍ بولي او وايي چې افغانستان ته د پردیو طرحو او کاغذونو له مخې سوله نه راځي، بلکې د ملت د غوښتنو او هیلو له مخې سوله ممکنه ده او افغان حکومت خپل پلان لري.

 د سولې برخه کې پرپر وروستیو پرمختګونو، د امریکا له لوري پر وړاندې شوې طرحې او د سولې برخه کې پر نورو اقداماتو بحثونه کړي دي. سرچینه زیاتوي چې په دې لیدنه کې دغه راز د سولې بهیر پر چټکتیا او اغېزمنتیا او دغه راز په هېواد کې د جګړې پر پای ته رسېدو ټینګار شوی دی. ملي مصالحې عالي شورا د امریکا له لوري د وړاندې شوې طرحې په تړاو ډېر جزیات نه دي خپاره کړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance