امریکا بیا د سولې طرحې تطبیق ته ګوتڅنډنه وکړه
خبریال وېبپاڼه/ که څه هم د افغان سولې لپاره د امریکا د جوړې شوې طرحې د تطبیق په اړه د افغان چارواکو تر غبرګون وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي وویل چې د دغې طرحې تطبیق د افغانانو صلاحیت دی، خو اوس یې بیا ګوتڅنډنه کړې چې یاده طرحه واضحه ده او دوی جګړه ختمول غواړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن تازه ویي چې د افغانستان په اړه د جو بایډن طرحه واضح ده او دوی غواړي چې نور د سولې او جګړه کیسه یو طرفه کړي.
نوموړي د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو کمېټې په استعماعیه غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي چې جو بایډن غواړي افغان جګړه ژر ختمه کړي، سرتېري بېرته هېواد ته راستانه کي او دا ډاډ ترلاسه شي، چې افغانستان کې به دایمي سوله تامینېږي.
هغه زیاته کړې، امریکا نه غواړي چې افغانستان بیا د ترهګرو په ځاله بدل شي، په همدې خاطر یې یاده طرحه جوړه کړې او غواړي له افغان چارواکو سره په تفاهم یې عملي کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر څرګنده کړې، چې امریکا د سولې د راتګ لپاره خپلو ديپلوماتیکو هڅو ته ادامه ورکوي او په دې بهیر کې به ملګري ملتونه او د سیمې هېوادونه هم ګډ وي، تر څو د افغان جګړې او سولې د برخلیک په اړه ژر یوې پرېکړې ته ورسېږي.
بلینکن وایي دوی د سرتېرو د ایستلو پر وروستۍ نېټه پرېکړه نه ده کړې، خو تر څنګ یې په افغانستان کې هر څه څاري او بیا تر هر اړخیزې ارزونې وروسته پرېکړه کوي.
هغه زیاته کړې دوی په دې بوخت دي څو وګوري د سولې بهیر څومره اغېزناک و او طالبانو څومره پر ژمنو عمل کړی دی، چې تر دې ارزونې وروسته به خپل دريځ هم روښانه کړي او په خبره یې، نه پرېږدي چې د افغانستان شل کلنې لاسته راوړنې په اوبو لاهو شي.
امریکا د افغان سولې لپاره یوه طرحه د خلیلزاد په لاس افغان چارواکو، طالبانو او سیاسیونو ته سپارلې ده او همدا راز د امریکا د بهرنیو چارو وزیر یو ځانګړی لیک هم ولسمشر اشرف غني ته را لېږلی، چې په کور دننه یې د چارواکو سخت غبرګونونه پارولي دي.
که څه مالومه نه ده چې افغان چارواکي ولې د دغې طرحې دومره جدي مخالفت کوي خو دا چې په یاده طرحه کې د موقت حکومت منځته راتګ هم شامل دی، نو ښايي د مخالفت دلیل همدا وي، ځکه اوسنی حکومت موقت حکومت نه مني، که څه هم په بدل کې یې سوله راځي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.