The news is by your side.

جرمني له اوږد زحمت ګاللو وروسته بیا افغانان وطن ته راوشړل

خبریال وېبپاڼه/ سره له دې چې په هېواد کې ناامنۍ ورځ تر بلې په زیاتېدو دي، جرمني له خپل هېواده د پناه غوښتونکو د شړلو په لړ کې دا ځل  ۲۶ نور افغان پناه غوښتونکي په چارتر الوتکه کې کابل ته راوشړل.

دا د ۲۰۱۶ کال راهیسې د افغان پناه غوښتونکو ۳۷مه ډله ده چې له جرمني څخه افغانستان ته را شړل کېږي او هلته پنا نه ورکول کېږي.

د دغه هېواد چارواکو ویلي چې له یادې مودې راهیسې یې یو زرو ۱۵ افغان پناه غوښتونکي په چارتر الوتکو کې بېرته خپل هېواد ته لېږلي دي او هلته ځای نه دی ورکړل شوی.

د دې ترڅنګ چې جرمني افغان پناه غوښتونکي بېرته هېواد ته رالېږي، هلته هم سلګونه افغان پناه غوښتونکي بې سرنوشته پراته دي او جرمني حکومت قبولي نه ورکوي.

په جرمني کې د افغان پناه غوښتونکو له بېرته استولو سره ډېر مخالفتونه هم شوي او ویل شوي چې په افغانستان کې لا هم جګړه روانه ده او د پناه غوښتونکو د ستنولو لپاره شرایط برابر نه دي، ځکه خو جرمني باید په دې برخه کې د افغانستان وضعیت ته په کتو پناه غوښتونکو سره چلند وکړي.

افغان ځوانان په جرمني کې د ښه ژوند لپاره هر څه بایلي

دوامداره ناامني، د کارنشتوالی او بیوزلي د دې سبب شوي، چې ګڼ شمیر افغانان په اروپا کې د ژوند د بهترۍ لپاره سخت شرايط په ځان مني او له افغانستانه وځي.

هره ورځ په کابل کې د ایران، پاکستان او ترکیې سفارتونو ته د ویزو غوښتونکو لوی کتارونه ولاړ وي، چې له وطنه د وتلو معقوله لاره پیدا کړي او چیرته یو په پښو ولاړ هېواد ته ځان ورسوي.

ثناالله، چې له هېواده د وتلو قصد لري، وايي:(( نه د خوړلو لپاره څه لرم، نه وظیفه شته او نه دومره څه پیدا کولای شم چې خپله کورنۍ ورباندې وساتم. مجبور یم چې له هېواد بهر ووځم.))

زرګونه افغانان چې اکثره یې ځوانان دي، لوستي، او له پوهنتونونو فارغ دي، هڅه کوي د کار موندنې او د سر د خوندیتوب لپاره هره ورځ اروپا ته د رسېدو ترینګلی سفر پیلوي.

 دوی خپل ژوند په خطر کې اچوي، خپل کورونه او جایدادونه پلوري چې د خوبونو دنیا ته ورسېږي، خو یا په لاره کې وژل کیږي یا په بحرونو کې ډوبیږي او یا له اوږده زحمت وروسته بیرته خپل وطن ته راوشړل شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance