The news is by your side.

طالبان د خليلزاد په طرحه کې د کوم ټکي سخت مخالف دي؟

خبريال وېبپاڼه-د امريکا حکومت هم ولسمشر غني او هم طالبانو ته د انتقالي دولت طرحه سپارلې ده، په کابل کې غني او مرستيال یې په غيرې مستقيم ډول دا طرحه در کړه، غني دا د کاغذ په سره يوه خيالي طرحه وبلله او صالح بيا وويل چې که په يوازې ځان پاتې شي بيا به هم دا طرحه لاسليک نکړي.

د افغان حکومت د مشرانو دا اختلاف او حساسیت د واک د انتقال له کبله دی، د ډيموکراسۍ او ولسواکۍ درد او شعار صرف ددې لپاره ورکول کېږي چې خپلې فردي غوښتنې په دې پوښ کې په ملت ومني، ځکه ددې طرحې نه دوهمه برخه کې سمدلاسه د انتقالي حکومت خبره ده چې په دې کې د ولسمشر غني چوکۍ له هغه څخه لرې کېږي.

د بلې خوا بيا طالبانو نه په مستقيم او نه هم نه غیرې مستقیم ډول تراوسه پورې ددې طرحې د منلو او يا نه منلو په هکله کوم غبرګون نه دی ښودلی او ویلي يې دي چې دوی ددې طرحې په ارزولو بوخت دي.

د طالبانو د افکارو او وروسته دريځونو او واقع حالت د تحليل په صورت کې دې خبرې ته تر يوه ځايه نیږدې کیدلی شو چې ووايو طالبان به هم دا طرحه ونه مني.

په دې طرحه کې د انتقالي حکومت د جوړېدو وروسته د ټاکنو خبره شوې ده چې وروسته به ټول شموله ټاکنې کېږي، دا ټکی که څه هم افغان حکومت ته جذاب ښکاري ځکه دوی فکر کوي چې په ټاکنو کې یې دوی ګټلی شي خو ددوی دا فکر ددوی د مشروعیت سره تړاو نلري ځکه دې طرحې ته منفي ګوري، افغان حکومت د ټاکنو په هکله مثبت دريځ بيانوي خو په همدې وخت کې له دې څخه هم وېره لري چې د ټاکنو مدیریت ددوي په لاس کې نه وي پراخ فساد ونکړي نو کېدی شي ټاکنې وبايلي.

د بلې خوا بيا طالبان ټاکنې د يو اصل په توګه نه مني، ددې ډلې هېڅ غړي تراوسه په رسمي ډول د ټاکنو اصل خپله وفاداري او يا ددې اصل منل نه دي اعلان کړي.

طالبان هم د يوې خوا څخه وېره لري چې خلک به رايې ورنکړي د بلې خوا بيا دوی په فکري ډول د ټاکنو خلاف دي او دا مشر ټاکلو دا لار ورته شرعي او عقلي نه ښکاري.

نو په لوی احتمال په دې طرحه کې به د طالبانو ستر مخالفت د ټاکنو سره وي، دوی غواړي د يوې شورا له لوري د حکومت د مشرانو چارې او د مشرانو تعين کول وټاکي.

ليکوال؛ تاج محمد ارين

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance