The news is by your side.

د غني وړانديز ته د طالبانو احتمالي غبرګون/ځواب

خبريال وېبپاڼه- په دوحه کې د افغانانو ترمنځ بې پايلې خبرو‌ امريکا دې ته مجبوره کړه چې را مخکې سي او پخپله يوه تګلاره او طرحه دوی ته وړاندې کړي ترڅو یې عملي کړي او د افغانستان کشاله نوره پای ته ورسوي.

په دې طرحه کې د موقت حکومت خبره د افغان حاکم اشرف غني هېڅ خوښه نشوه او سمدلاسه يې په تاريخو الفاظو دا طرحه ورټله او دې ته يې یوه کاغذي خيالي طرحه وويل، مرستيال یې تر دې هم تېز شو او ویې ویل چې که د طالب او پاکستان مرمۍ یې غلبیل غلبیل هم کړي دا طرحه نه مني.

د طالبانو په خوا کې بيا تراوسه د ارزونې خبری کېږي، دوی وايي چې د یادې طرحې په ارزونه بوخت دی او ډېر ژر به په دې اړوند خپل رسمي دريځ بيان کړي، د طالبانو لپاره کېدی شي په دې طرحه کې د موقت حکومت ټکی خوشحاله کوونکی وي خې دا چې سمدلاسه ورپسې د ټاکنو خبره شوې ده نو د طالبانو له لوري هم ورباندې سوچ وخت نيسي.

تازه د هېواد ولسمشر غني بيا طالبانو ته په دې اړوند یو بل وړانديز وکړ او ویې ویل چې که چېرې طالبان وغواړي نو تيار دي چې سمدلاسه ټاکنې وکړي، اشرف غني وايي چې د ټاکنو وخت رامخکې کولو ته تيار دی خو بدون‌ له ټاکنو څخه بل چاته واک نه پرېږدي، مرستیال امرالله صالح او نور پلويان يې هم دا خبره کوي چې د قدرت انتقال يوازې د ټاکنو له لارې ممکن دی او په بله هیڅ لاره به چاته واک انتقال نکړي‌.

خو ايا دا چې طالبان به د اشرف غني دا وړانديز ومني که نه، غوڅ ځواب يې تراوسه پورې شتون نلري، خو د طالبانو د وياند د وروستيو څرګندونو او ځینې مرکو څخه دا خبره تر یو حده ثابتولی او يا هم اټکل کولی شو چې په دې اړوند به د طالبانو دریځ څه وي.

د طالبانو د سياسي دفتر وياند ډاکټر نعیم وردګ په خپله يوه مرکه کې په دې اړوند ځينې څرګندونې وکړې، هغه د خبريال دې پوښتنې ته په ځواب کې چې ايا دوی به ټاکنې ومني او که نه، وويل چې دوی دداسې يوه سيستم پلوي نکوي چې هلته هغه کسان بريالي وي کوم چې نورو ښه فریب ورکولای شي ښه دروغ ويلای شي.

د طالب وياند له دې خبرو څخه په واضح ډول ښکاري چې دوی د ټاکنو په هکله دا فکر کوي چې دلته خلک په ډول ډول وعدو غولول کېږی او دوی نشي کولی خلکو ته دروغ وعدې ورکړي.

دا چې طالبان په ريښتيا له دې څخه وېره لري چې په دې سيستم کې د بېلابېلو ناسمو لارو د رائيه ورکونکو یا خلکو فکرونه بدلېدلای شي او که نه دوی نورې وېرې لري دا بېله خبره ده، خو دوی بلاخره يو ډول د ټاکنو پلویان نه ښکاري.

کېدی شي طالبان داسې یو سيستم ونه غواړي چې هلته دې ټاکو حق د خلکو سره وي، د طالبانو ذهني پلويان وايي چې حکم د خداي دی نه د خلکو، خو دوی په دې نه پوهېږي چې په جمهوریت کې د خدای حکم عملي کېږي د خدای حکمونه عملي‌کېدی سي، دوی يو ډول د خلکو له لارې د حاکم ټاکل نه خوښوي.

ليکوال؛ تاج محمد ارين

 

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance