The news is by your side.

“افغان خبریالان: “سخت کال مو تیر کړ، ویره لرو

روان لمریز کال چې په خپلو ورستیو ورځو کې ده افغان خبریالانو ته یو له خونړیو کلونو څخه وو.

دغلته له پلازمیني نیولي بیا د ملک تر سویل، ختیځ شمال او لویدیځ پوري ګڼ شمیر خبریالان د نامعلومو کسانو له لوري ترور کړای شول.

څوک د دغو وژنو پړه پر طالبانو او طالبان بیا هغه په نورو کړیو ور اچوي.

په کابل کې یما سیاه وش، په سویل کې الیاس داعي، په ختیځ کې ملاله میوند، په غزني کې د اسوشیتت پرس خبریالان او د غور په ګډون په یو شمیر نورو ولایتونو کې یو شمیر ښځینه او نارینه افغان خبریالان ترور کړای شول.

پلازمینه کې د خبریالانو ملي ورځ لمانځل کیږي خو خبریالان د حکومت او مدافع سازمانونو له نه پاملرني او غدارۍ سر ټکوي.

هغوي د ني په ګدون یو شمیر خبریالانو ټولني په غلا، فساد، دوکه او دوه مخي تورنوي چې وایي له دوي سره مرسته نه کوي لیکن په لکونو ډالر له بهرنیانو اخلي او مشران یي خپلو جیبونو ته اچوي.

د روان لمریز کال په وروستۍ نیمايي کې د هېواد په کچه لس افغان خبریالان او د رسنیو کارکوونکي په بېلابېلو پېښو کې وژل شوي او نږدې شل نور ټپيان شوي دي. پر خبریالانو له دغو بریدونو سره هم‌مهاله په ټول هېواد کې د خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو د ځاني خوندیتوب په اړه اندېښنې هم راپورته شوې دي.

د وژل شویو خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو له ډلې یوازې څلور یې په ننګرهار کې د یوې خصوصې رسنۍ ښځینه کارکوونکې وې.

دا کال ښځینه خبریالانو ته تر ټولو خونړی وو او له بریدونو وروسته ګڼو ښځینه او نارینه خبریالانو دندي پرییښودي او بهر ته مهاجر شول.

مرویس جلالزی

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.