The news is by your side.

شل کاله وروسته په مسکو کې د طالبانو اعتراف

خبريال وېبپاڼه- د طالبانو د سياسي دفتر مشر شېخ عبدالحکیم حقاني په مسکو کې د افغانانو او نړيوالو د استازو ترمنځ په ګډه جوړه شوه غونډه کې وويل چې افغانستان نور د جنګ څخه ستړی شوی دی او نور بايد دا جنګ پای ته ورسېږي.

حکيم زیاته کړه چې نور که د پيسو شوق و هم بس دی، ده يو ډول خپل مقابل طرف مخاطب کړ او ویې ويل چې څه مو چې پيدا کړي دي هغه ستاسې بس دي نور بايد د ټول ولس غم وخورو.

ده وويل چې افغانستان له جګړې ډېر کړېدلی دی، نو بايد په افغانستان زړه خوږو او د خپلو خواهشاتو څخه تېر شو هرڅه چې و همدومره بس و.

د طالبانو دا مشر په داسې حال کې د کړېدلي افغانستان په هکله خبرې کوي چې دوی د اوربند مسله په کومه چې روانه وينه تويېدنه بندېږي شاته کوي او وايی چې اوربند به د یوه اسلامي نظام تر جوړېدو وروسته کوي.

خو په غونډه کې د افغانستان د حکومت استازي ډاکټر عبدالله عبدالله بيا وويل چې اوربند بايد لومړی مسله وي چې حل شي، عبدالله زياته کړه چې اوربند دې وشي او په ارامه فضا کې دې د سولې خبرې وشي، ده وويل چې د افغانستان حکومت تیار دی د هرې مسلې په هکله په هره کچه خبرې وکړي او د خبرو په وړاندې د هېڅ ډول شرط اېښودونکي هم نه دي.

دا غونډه په داسې مهال جوړېږي چې همدا نن هم په افغانستان کې څو چادونې وشوې، په ټولنيزو رسنیو کې دې عجيب حالت ته غبرګونونه ډېر و، چې څه ډول کېږي چې په افغانستان کې همدا نن ساعت په ساعت چادونې کېږی او په مسکو کې د سولې خبرې.

تر دې وړاندې هم کارپوهانو ويلي و چې اول بايد اوربند قايم شي او د سولې په فضا کې د افغانستان د کشالې د حل کولو په هکله بحثونه او خبرې وشي.

خو د طالبانو مرستيال مشر ملا برادر نن هم د اوربند لپاره په لنډ وخت کې د خلکو هيلې پرې کړې او بيا یې هم پخوانی خبره وکړه او ویې ویل چې د اوربند لپاره پکار ده لومړی په افغانستان کې يو اسلامي نظام تشکیل شي.

طالبانو تر دې وړاندې ويلي و چې ددوی د جګړې اصلي سبب د بهرنيانو شتون دی خو اوس چې بهرنيان په وتو دي دوی یې وايي چې ترڅو په افغانستان کې اسلامي نظام رامنځته نشي نو بيا هم جګړه نه بس کوي.

حال دا چې ټول افغانان په دې باور دي چې په هېواد کې د امريکايي ځواکونو تر وتلو وروسته بايد طالبان خپلې ټولې غوښتنې د سولې او خبرو له لارې مطرح کړي نور وژل او ورانی په طالبي منطق هم جواز نلري او بايد پای ته ورسول شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance