The news is by your side.

غني: طالبان د امریکایانو په نه وژلو ویاړ کوي

خبریال ویبپاڼه/ افغان ولسمشر نن په خپلو تازه څرګندونو کې د طالباو له لوري روانه جګړه ناروا وبلله او زیاته يې کړه چې دوی دي د خپلو وروڼو په وړاندې دا ناروا جګړه پای ته ورسوي.

غني پر طالبانو یوځل بیا ږغ وکړ چې د سولې وړاندیز ومني او له جګړو لاس وخلي، هغه دا څرګندونې ارګ کې په یوه جوړه سوې غونډه کې ترسره کړې.

هغه وویل چې طالبان خورا په ویاړ وايي امریکایان نه وژنو، او په دې خبره سره خورا افتخار هم کوي خو له بده مرغه هغوی د افغان ځواکونو په وړاندې خپله ناروا جګړه جارې ساتلې او همدا اوس هم روانه ده.

ولسمشر طالبانو ته وړاندیز وکړ چې باید جګړه پای ته ورسوي او نور د خپلو وروڼو په وړاندې له جګړې لاس واخلي هغه وویل اوس مهال طالبان یوازي د خپلو وروڼو په وړاندې جنګیږي، خو دا يې په ټینګار سره وویل چې افغان دولت د سولې ملاتړی دی او طالبان دي هم د سولې پروسې سره یوځای سي هغه روانې جګړې د پردیو د جګړې نوم هم ورکړ.

غني د افغان دولت د قویتوب ادعا وکړه او زیاته يې کړه چې دوی اوس له ټولې نړۍ سره دوه اړخیزې ښې اړیکې لري چې افغانستان ته ګټه کوي.

درې ورځې وړاندې د روسیې په پلازمینه ماسکو کې د افغان سولې په تړاو یو لوی کنفرانس چې طالبان افغان دولت او د سیمه ییزو هېوادونو پلاوي يې ګډون وال وو، ترسره سو چې پر لوړ مهمو مسایلو باندې چې  د سولې اړوند وو بحث وسو، او ویل کیږي چې دا کنفرانس تر ډيره بریده خورا بریالی هم وو.

د ولسمشر دا څوم ځل دی چې پر طالبانو د سولې ږغ کوي خو تراوسه پوري لاهم طالبانو خپلو جګړو ته ادامه ورکړې او نژدې هره ورځ د دې تاوتریخوالي له امله بې ګناه افغانان ژوند له لاسه ورکوي.

تراوسه پوري د جګړې ختم لپاره کوم اقدام نه دی سوی خو ویل کیږي چې د ماسکو غونډې په څنډه کې د طالبانو او امریکا ترمنځ داسې یوه هوکړه ترسره سوې چې له مخې به یې طالبان د دریو میاشتو په ترڅ کې پر لویو ښارونو او د ولسوالیو پر مرکزونو بریدونه نه کوي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.