امریکا: که اوربند نه کېږي، اورکم خو دې وشي
خبریال وېبپاڼه/ امریکا وايي، په افغانستان کې د جګړې اوسنۍ کچه بېخي زیاته او هیچاته د منلو وړ نه ده.
دا خبرې د امریکا د دفاع وزیر لویډ جیمز اسټین په ارګ کې له ولسمشر اشرف غني سره په کتنه کړې کړې دي.
د دواړو لوریو د بحث مهم ټکی په هېواد کې د تاوتریخوالي او سولې موضوع ده، چې په اړه یې جدي خبرې اترې شوې دي.
د امریکا د دفاع وزیر ویلي دي چې په افغانستان کې روانه جګړه نور امریکا ته د منلو وړ نه ده او باید ژر تر ژره د دغې معضلې سر او پای معلوم شي، تر څو امریکا هم نور له دغې جګړې په ارام شي.
د نوموي په وینا، امریکا هڅه کوي چې له ډیپلوماټیکو لارو چارو جګړه ودروي او په دې برخه کې له افغان حکومت سره پوره همکاریو ته ژمن دي، تر څو د خبرو له لارې مشکلات حل شي.
د پنټاګون مشر د جګړې اوسنۍ کچه د جدي اندېښنې وړ بللې او ټینګار یې کړی چې باید ژر تر ژره د جګړې کچه کمه او که اوربند نه کېږي، اوربند خو باید وشي.
ولسمشر غني هم د جګړې پر اوسنی کچه اندېښنه ښوولې او له امریکا یې غوښتي چې طالبان اوربند ته حاضر کړي او فشار پر راوړي.
غني ویلي چې یوازې عادلانه سوله افغانستان ته دایمي او تلپاتې ثبات راوستلی شي او غیر عادلانه سوله د هیچا په ګټه نه ده.
د غني هدف له عادلانه سولې دا دی چې ټاکنې دې حفظ شي او دی دې په واک کې وي، ځکه د څوکۍ لپاره ده د سولې مخ نیولې ده او طالب بیا هلته د واک په تنده جګړې ته شدت ورکوي.
له دې سره هممهاله تازه د طالبانو هم ویلي چې دوی د اورکم یوه طرحه امریکا ته سپارلې ده او دې ته تیار دي چې جګړه کمه کړي.
طالبانو ویلي چې دوی د سولې خبرو لپاره د مناسبې فضا د رامنځته کېدو په خاطر اورکم کوي او له مقابل لوري هم غواړي چې جګړه ودروي.
د اورکم د دې طرحې له مخې به دواړه لوري په جګړه او عملیاتو کې کموالی راولي، خو معلومه نه ده چې امریکا به دغه طرحه ومني او که نه.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.