The news is by your side.

ټرمپ د روغتیا پر نړیوال سازمان خپلې مرستې بندې کړې

خبریال  وېب پاڼه/د امریکا متخده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روغتیا پر نړیوال سازمان د خپلو مرستو له بندولو خبرداری ورکړ.

ټرمپ په یو خبري کانفرانس کې وویل چې نور به د روغتیا نړیوال سازمان سره خپلو همکاریو ته دوام نه ورکوي او په خبره یې د امریکا له ملاتړه به بې برخې وي. ټرمپ تر دې وړاندې هم د روغتیا نړیوال سازمان ته د بې غورۍ ګوت څنډنه کړې وه.

نوموړی چې په بې پروا او غوڅ دریځ نیونه کې نړیوال شهرت لري، په تېر کې یې هم دا ډول ویناوې کړې دي. د ټرمپ دغې وینا د دغه هېواد د ډاکترانو اتحادیه هم را پارولې ده او ورته ویلي یې دي چې ژر تر ژره دې په خپله دغې بوږنوونکې پرېکړه له سره غور وکړي.

تېره ورځ هم د روغتیا نړیوال سازمان مشر تدروس ادهانو په خپلو څرګندونو کې وویل چې ده ته د ولسمشر ټرمپ لخوا سپکاوی شوی دی. په ورته وخت کې د روسیې چارواکو لخوا د روغتیا نړیوال سازمان پر وړاندې د یاد شوي غبرګونونه غندلي وو او ویلي یې وو چې د روغتیا له نړیوال سازمان سره سیاسي چلند و نه شي.

ټرمپ وایي د روغتیا نړیوال سازمان باید د چین له ووهان ښار څخه د کرونا ویروس د را پیدا کېدو پر مهال کوټلي ګامونه اخیستي وای او نړۍ یې د دغې ناروغۍ په ټولو خطرونو خبره کړې وی.

دا په داسې حال کې ده چې په چین کې د دغې تازه ویروس له را پیدا کېدو نه دری میاشتې وروسته د روغتیا نړیوال سازمان کویډاـ۱۹ یوه نړیواله وبا اعلان کړه. دا هغه وخت ؤ چې د چین له پولو کرونا اوښتی ؤ او د نړۍ شاوخوا سلو هېوادونو ته رسېدلی ؤ.

د روغتیا نړیوال سازمزان مشر په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي وو چې یوازې واکسین کولی شي د دغې وبا په مخنیوي او د خپرېدو په مخنیوي کې ګټور تمام شي. ښاغلی ادهانوم همداراز ویلي وو چې په نړیواله کچه د هېوادونو تر منځ په تګ راتګ بندیز نا شونی دی او په خبره یې اوس وخت کې یوازې واکسین دې چې کرونا له منځه یوسي.

ده په ټوله نړۍ کې د کویډاـ۱۹ پر وړاندې د ۷۰ ډوله واکسینو د جوړېدو له چارو هم خبر ورکړی ؤ او ولي یې وو چې تمه ده په واکسینو سره دغه نړیواله وبا مهار کړی شو.

ټرمپ چې یو اقتصادي دریځی ولسمشر دی، کرونا هم د ټرمپ خپل شرکتونه له ملیاردونو تاوان سره مخ کړي دي او هم یې په امریکا کې اقتصادي کرکېچ را منځته کړی دی.س

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش هم په خپلو تازه څرګندونو کې د روغتیا نړیوال سازمان ننګه کړې دده او وایي چې په دې سختو شرایطو کې باید د دغې سازمان لاسنیوی او ملاتړ وشي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.