غزني کې د یوې سترې سړې خونې د جوړولو چارې پیل شوې
خبریال وېب پاڼه/ د لومړي ځل لپاره د غزني په ولایت کې د دې ولایت د تازه مېوو او سبزیجاتو د ساتنې په پار د یو زر او ۵۰۰ ټنه په وړتیا سره د یوې سترې او معیاري سړې خونې د جوړولو چارې پیل شوې.
د غزني ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست چارسمبالی عبدالولي کوچى وایي، چې د دې سړې خونې د جوړولو چارې د کمپلیکس په بڼه، نن د کرنې ریاست سټراټیژیکو زېرمو ته نږدې د علي باباصاحب په دښته کې پیل شو.
د دې سړې خونې د جوړولو چارې د ۱۸۰ میلیونه افغانیو په لګښت د ملي پراختیا شرکت له خوا پرمخ وړل کیږي. دغه سړه خونه په لمریزې برېښنا هم سمبالیږي.
تر دې وړاندې په دې ولایت کې د کچالو ساتلو په پار وړې سړې خونې جوړې شوې وې، خو تر دې دمه د تازه مېوو او سبو د ساتلو په پار په معیاري بڼه کومه سړه خونه نه ده جوړه شوې.
د غزني د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارسمبالی عبدالولي کوچى وایي، چې ددې یو زر او ۵۰۰ ټني سړې خونې د جوړولو چارې په دوو کلونو کې بشپړیږي.
د هغه په خبره د دې سړې خونې په جوړولو کې د دوو کلونو لپاره د ورځې ۲۴ کسانو ته د کار زمینه هم برابریږي.
نوموړي دغه راز وویل، چې د دې سړې خونې تر جوړېدو ورسته به د ورځې ۳۰ کسانو ته د تلپاتې دندې زمینه هم برابره شي.
مڼه، انګور، زردالو، بادرنګ، رومي بانجان او کچالو د غزني ولایت تر ټولو عمده سابه او مېوې دي، چې ټاکل شوې په دې سړه خونه کې به وساتل شي او بیا بسته بندي او پروسس شي.
افغان حکومت د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې د ۱۴ یوزر او ۵۰۰ ټني سړو خونو د جوړولو چارې پیل کړي دي.
د لومړني یوزر او ۵۰۰ ټني سړې خونې د جوړلو چارې کابو دوه اوونۍ وړاندې د کرنې وزارت او د ملي پراختیا شرکت له خوا په کاپیسا ولایت کې پیل شو او تر هغه وروسته د پروان، میدان وردګ او تخار په ولایتونو کې هم د ورته سړو خونو د جوړولو چارې پیل شوې.
څه موده مخکې د کرنې وزارت په کندهار کې هم د اوبولګولو د یو چېکډم د جوړولو چارې بشپړ کړې.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کندهار ولایت د ارغستان ولسوالۍ بزګرانو ته د اسانتیاوو برابرولو په پار د اوبو لګولو د یو چېکډم د جوړولو چارې بشپړې کړې او ګټې اخیستنې ته یې چمتو کړ.
د کندهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې یاد چېکډم د ارغستان په ولسوالۍ کې شتون لري، چې ۷ کیلو متر مربع پراخوالی لري او د ۴۷ زره مترمکعب اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري.
دغه چېکډم د ارغستان ولسوالۍ د شپږ کلیو ۱۵ زره جریبه ځمکه خړوبوي.
یاد چېک ډم د کرنې وزارت له پراختیایي بودیجې څخه د اته میلیونه افغانیو په لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته چمتو شوی دی.
د کندهار ۔ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د دې پروژې په پلي کېدو سره به د باران اوبه کنټرول شي او د ځمکې د سطحې پر اوبو به هم ښه اغیز ولري.
د دې ترڅنګ به د کاریزونو او څاګانو په اوبو هم اغېز کوي، د کوچیانو مالونو ته به هم اوبه چمتو کوي او د خاورې د تخریب مخه به نیسي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.