The news is by your side.

له کرونا سره مبارزې ته نوې تشکیلاتي اداره جوړېږي

خبریال وېب پاڼه/د حکومت کابینې په خپله تازه خبرپاڼه کې د عامې روغتیا وزارت په چوکاټ کې د کرونا پر وړاندې د مبارزې د نوې تشکیلاتي ادارې د جوښت خبر ورکوي.

د حکومت کابینې پرېکړه کړې ده چې د عامې روغتیا وزارت په چوکاټ کې به د کرونا وبا پر وړاندې مبارزې ته یو نوی تشکیل جوړ شي. په دغه تشکیل کې به هر ولایت رییسان او ولسوالۍ آمران ولري.

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په کچه ۶۰ تازه مثبتې پېښې ثبت شوې چې په ټولیزه ۹۹۳ ته د کرونا ځپلو شمېر ورسېد.

حکومت اندېښنه لري چې د کرونا وبا سپه هېواد کې یوه لویه بشري فاجعه را منځته نه کړي. په ورته وخت کې د طالب اورپکو جګړو هم زور اخیستی دی او دغې کار حکومت او نړیواله ټولنه سخت اندېښمن کړي دي.

د امنیت شورا ویاند جاوید فیصل په خپل تازه بیان کې چې په خپل ټویټر یې خپور کړی دی، وایي چې طالبانو د افغانانو پر وړاندې خپل تاوتریخوالي ته ادامه ورکړې ده. نوموی زیاتوي چې په تېره اونۍ کې د دغې وسلوالې ډلې لخوا ۲۴ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان شوي هم دي.

ښاغلي فیصل همداراز ویلي چې افغان حکومت له وسلوالو طالبانو څخه د بین الافغاني مذاکراتو د پیل په موخه هیله لري چې تاوتریخوال کم کړي.

بل پلو نړیوال د افغانستان روان سیاسي او روغتیایي سیستم سخت اندېښمن کړي دي او وخت ناوخت په افغانستان کې د جګړې پر ښکېلو لوریو غږ کوي چې اوربند وکړي او تاوتریخوالي له منځه یوسي خو د طالب اورپکو ویاند ذبیح الله مجاهد په وروستیو کې رسنیو ته وویل چې اوربند د حکومت په ګټه دی او دوی د مجبورۍ له مخې دا فرصت حکومت ته نه شي ورکولی.

د عامې روغتیا وزارت کې د یوې نوې تشکیلاتي ادارې خبره وروسته له هغه را برسېرنه کېږي چې تر دې مهاله دغه وزارت نه دی توانېدلی چې د کرونا پر وړاندې کوټلي او پر وخت ګامونه اوچت کړي. په ورته وخت کې د مرکز په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې د کویډاـ۱۹ د تشخیص کولو کېټونه هم کم شوي دي او په ځینو مرکزونو کې د تشخیص بهیر هم درېدلی دی.

په روغتیایي بنسټونو کې په کرونا ویروس باندې د ډاکترانو اخته کېدل بل هغه عامل دی چې د عامې روغتیا په وزارت کې د نوي تشکیل پرېکړې ته اړتیا پېښېږي.

په دې وروستیو کې د عامې روغتیا وزارت ځینې پرسونل له ناسم مدیریت سربېره د بډو اخیستو په تور هم تر نیوکو لاندې دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.