The news is by your side.

داسې شهزادګۍ چې د کرونا ځپلو چوپړ ته یې را ودانګل

خبریال وېب پاڼه/په افغانستان کې په چارواکو نیوکې دي چې ګواکې د کرونا وبا په سم مدیریت کې له پاتې راتګ سربېره په دغه روغتیایي ناورین کې هم بډې وهي خو راځئ له داسې شهزاده ګۍ مو خبر کړو چې د کرونا ځپلو ناروغانو عملي چوپړ ته یې را ودانګل.

د سوفیا په نوم د سویډن د سلطنتي کورنۍ د غړي شهزاده کارل فېليب مېرمن د دغه هېواد یوه روغتون ته تللې ده چې له نورو ډاکترانو او نرسانو سره د کویډاـ۱۹ د ناروغانو خدمت وکړي.

ښځې چې په عاطفي لحاظ تر نارینه و تل څو قدمه وړاندې وي، د کرونا وبا په خپرېدو سره د نړۍ په ګوټ ګوټ کې خپله همدردي ښیي او داسې کارونه کوي چې د نړۍ پام ځانته ور اړوي. د یوې سروې له مخې په شاوخوا ۷ هېوادونو کې د کرونا وبا مدیریت په خورا سمه توګه شوی، چېرته چې ښځینه د چارو ګدۍ والې دي. په دغو کې نیوزرلنډ، آلمان، تایوان او یو شمېر نور هېوادونه شامل وو.

هېره دې نه وي چې د نیوزرلنډ لومړۍ وزېرې تېره اونۍ د خپل ځان په ګډون د کابینې د غړو تنخوا ګانې هم په دې موخې کمې کړې چې خپل کرنتین شوي ملت ته وښیي چې دوی هم ورسره همدردي لري. دوی به تر شپږو میاشتو پورې شل سلنه کم معاش اخلي.

سوفیا نومې شهزادګۍ به د سویډن په استکهلم روغتون کې د ناروغانو چوپړ کوي. ویل کېږي دا پرېکړه خپله سوفیا له خپلو هېوادوالو سره د همدردۍ او بشر دوستۍ له مخې کړی دی.

د سویډن دغې شهزادګۍ په د روغتیا پالنې په لنډ مهاله کورسونو کې برخه اخیستې ده او کولی شي په روغتیایي برخه کې لومړنۍ مرستې وکړي.

د نوموړې کورنۍ وایي سوفیا هڅه کوي په دې کار سره د ډاکترانو روحیه لوړه کړي او دوی ته وښیي چې تاسو یوازې نه یئ او موږ په هر ډول شرایطو کې ستاسو تر څنګ یو. سوفیا به له لومړنیو طبي خدمتونو سربېره په ضد عفوني کولو برخه کې هم خپله مرسته کوي.

د سویډن سلطنتي کورنۍ په یوه بیانیه کې ویلي چې دا کار سوفیا په خپله خوښه کړی دی تر څو وکولی شي په روغتون کې د ناروغانو پالنه وکړي. د استکهلم روغتون ویاند ویلي دي چې شهزادګۍ سوفیا اوس مهال په روغتون کې د ننه له نورو پرسونلو سره یو ځای رړغتیایي تجهیزات او سامان آلات ضد عفوني کوي.

دا په داسې حال کې ده چې دلته په افغانستان کې د روغتیایي مرکزونو لپاره په را پیرونکو وسایلو کې د بډې وهلو او لوی فساد راپورونه ورکړل شوي دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance