The news is by your side.

دغني ناسمه پالیسي ؛ ټرمپ – عمران او دقطرشیخ

خبریال ویب پاڼه – د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دوو جلا جلا تلیفوني ‌اړیکو کې له پآکستاني‌ لمړي‌ وزیر عمران خان او د قطر له امیرشیخ تمیم سره پر افغانستان غږېدلی دی . سپینه ماڼۍ وایي چې ټرمپ د قطر له امیر نه غوښتي چې طالبان په افغانستان کې د تاوتریخوالي ‌کمښت ته مجبوري‌ کړي ؛ هم داراز ټرمپ‌او د قطر امیر د طالب زندانیانو پر خلاصون هم خبري کړي دي .

ټرمپ د پاکستان له لمړي‌وزیر عمران خان سره هم د افغانستان پر سوله غږېدلی دی ؛ خو افغان حکومت ته یې په دې تړاو څه نه دي‌ویلي .

د ولسمشر ټرمپ له لوري‌د قطر امیر او د پاکستان لمړي‌وزیر عمران خان ته تلیفون کول او پر افغانستان او ددغه هیواد پر سوله خبري‌ په دې معنا دي‌ چې دافغانستان کوردننه سیاست – بهرنۍ پالیسي‌ او د سولي‌ پروسه اوسنیو حالاتو کې د هیواد په ګټه نه ده .

قطر شاوخوا (۱۰۰۰) طالب مشرانو او د طالب مشرانو خدمت ګارانو ته ځای ورکړی او هر یوه ته د یوه کور سره سره (۲۰) شل زره قطري ریاله میاشتنی معاش ورکوي .

پاکستان په خپل هیواد کې طالب مشرانو ته آزاد اجازت ورکړی او په پراخه پښه د افغان حکومت ضد فعالیت کوي‌.

په کابل کې مېشت خبریالان وايي چې افغان حکومت په نړۍ واله توګه یوازي‌شوی او اوس یې د امریکا په وړاندي په بشپړه توګه خپل باور له لاسه وکړی دی .

په کور دننه افغان حکومت په فساد کې ښکیل او تر ډېره بریده ارګ د داسي‌کسانو لاس ته لوېدلی چې ولسمشر غني‌ته د افغانستان د روان بحراني‌حالت په تړاو سم معلومات نه ورکوي او ښاغلی غني‌د ناسمو معلوماتو پر بنیاد ناسمي ‌پرېکړي کوي .

د عبدالله عبدالله او اشرف غني ‌ترمنځ د واک پر سر را ولاړه شوې لانجه ددې سبب شوې ده چې په کور دننه د افغانانو او په نړۍ واله کچه د مرستندویه هیوادونو ملاتړ او باور پر حکومت کم شوی دی .

پاکستان چې دافغانستان دښمن هیواد دی اوس تر بل هر وخت امریکا ته نېژدې شوی دی ؛ د هم دغه هیواد استخباراتو (ای ایس ای) تازه د هغه طالب مشرانو پخلا کولو ته ملا تړلې چې له پآکستان نه فرار او د ایران له ملاتړه برخمن دي‌.‌

تازه د قطر د مذاکراتي ټیم غړی ملا فاضل ؛ د طالبانو د استخباراتو مشر مولوي ‌صیب مطیع الله ؛ د نیم افغانستان لپاره د طالبانو د نظامي شورا مشر ملا ذاکر له یوې ډلي ‌نورو قوماندانانو سره د افغانستان هلمند ولایت ته د پاکستاني استخباراتو (ای ایس آی ) له لوري ‌لیږل شوي‌ دي .

لوري ‌لیږل شوي‌ دي .

د طالبانو د کوټي ‌شورا یوه غړي ‌خبریال ویب پاڼې ته وویل چې دې ډلې ته د پاکستان استخباراتو ویلي ‌دي چې دطالبانو ایران پلوي مشران صدر ابراهیم او ملا ګل اغا پخلا کړي ‌او پآکستان ته یې راولي‌.

صدر ابراهیم او ملا ګل اغا د طالبانو په مشرتابه کې د خورا زیات اثر رسوخ لرونکي ‌مشران دي‌ چې له ۲۰۱۵ کال راهیسته دایران سره اړیکي ‌لري ‌او له پآکستان نه ځانونه ګوښه ګوښه کوي‌.

د دوی دواړو تر ټولو پیاوړی قوماندان ملا منان وو چې په هلمند کې د پاکستاني ‌استخباراتو د معلوماتو په مټ د امریکا د پوځ له لوري ‌ووژل شو .

د افغان حکومت او امریکا ترمنځ اړیکي په لویه کې په امریکا کې د مېشت افغان سفارت کار دی ؛ خو هلته موجود سفارت اوس فلج شوی او په امریکا کې دننه هم د پاکستان سفیر دافغانستان په تړاو له امریکا يي مقاماتو سره خبري کوي .

که چېرته افغان حکومت له امریکا او مرستندویه هیوادونو سره د اړیکو پر بیا رغېو جدي‌پاملرنه ونه کړي‌او اوسنۍ ناکامه پالیسي‌بدله او د واک پر سرا د عبدالله او غني را ولاړه شوې ستونزه ژر تر ژره حل نه کړي‌؛ ښايي‌امرکیا او پاکستان په ګډه د افغانستان واک طالبانو ته وسپاري .

ای ایس ای د کوټې ‌شورا طالب مشران هلمند ته لېږلي

 

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance