The news is by your side.

د فلمونو بدمعاش خو د حقیقي ژوند اتل

خبریال وېب پاڼه/د بالیووډ سینما وتلي اداکار او د منفي رول ترسره کوونکي ستورپ سونو سود په روژه کې د مسلمانانو روژه ماتي ورکولو ته ټټر وواهه.

سونو سود مسلمان نه دی خو له مسلمانانو سره د همدردۍ او په هند کې د کرونا له امله د جوړ شوي ګرځبندیز په پار یې په ټوله روژه کې د ۲۵ زره مسلمانانو د روژه ماتي ورکولو لپاره ټټر وهلی دی. سونو سوډ په ډېری فلمونو کې منفي رول ادا کوي او د ښې باډۍ په لرلو سره ډېره اغېزمنه اداکاري هم کوي.

هند د نړۍ په کچه دویم ګڼ توکمی هېواد دی چې له یو ملیارد زیات نفوذ په کې اوسېږي. په دغه هېواد کې لسګونه مذهبونه ژوند کوي او په نړۍ کې د مذهبي خپلواکۍ په کتار کې لومړی ځای لري. د هند جوړښت داسې دی، که په یو ځای کې د مسلمانانو جومات دی، لږ هخوا او یا ورسره څېرمه د هندوانو مندر او د دوی مذهبي عبادت ځایونه هم شته دي.

خلک یې نرم او بې بدو دي. مذهبي خپلواکي په کې راج چلوي. د دغه هېواد ولس غریب خو حکومت یې بډای دی. د دې ټولو تر څنګ لوی تاجران لري او د کرونا وبا له امله په جوړ شوي کرنتین کې یې له خپل ملت سره مرستې د نړۍ له بل هر هېواد څخه زیاتې او د پام وړ وې. ټولو سینمایي ستورو، لویو تاجرانو، د خیریه بنسټونو کار کوونکو او لویو حکومتي چارواکو د هندي ولسونو سره په ملیاردونو ډالره مرستې وکړې.

تر ټولو مهمه خبره دا ده چې په دغه لوی توکمه هېواد کې د خوراکي او ارتزاقي توکو بیې بیخې لوړې شوې نه دي او هر څه په عادي ډول روان دي.

که څه هم په ځینو راپورونو کې د دغه هېواد په یو شمېر ښارونو کې بېوزله خلک د لوږې له ګواښ سره مخ وو، خو دولت یې په وار وار اعلان وکړ چې دوی ټولو ته به ډېر ژر لومړنۍ مرستې ورسوي.

سونو ود له هغو مسلمانو سره چې شمېر یې تر ۲۵ زرو پورې رسېږي، د مرستې اعلان کړی چې هند له نورو ایالتونو او ښارونو څخه د مزدورۍ لپاره ورغلي دي. د سونو سود دغې کار ته د هنديانو لخوا تود هرکلی شوی دی او نوموړی یې د بشري حقونو او انسانیت دوستۍ سرلاری یاد کړی دی.

نوموړی که څه هم هندو دی خو له مسلمانانو سره یې د انساني همدردۍ له مخې دغو مرستو ته را دانګلي دي. تر دې د مخه د هندي سینما ګڼ شمېر اداکارانو هم دکرونا ضد مبارزه کې له هندي ولس سره مرستې کړې وې.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.