The news is by your side.

د روان زېږدیز کال لومړۍ ربعه کې ٥٠٠ ملکیان وژل شوي

خبریال وېب پاڼه/ څه باندې ۵۰۰ ملکیان د روان ۲۰۲۰ز کال په لومړۍ ربعه کې د افغانستان په جګړو کې وژل شوي دي.

د ملګرو ملتونو راپور- د ملکیانو د ژوند ژغورلو لپاره د بېړنیو اقداماتو اړتیا

کابل, د ۲۰۲۰ز کال د اپریل ۲۷ مه – د ملګرو ملتونو تازه راپور چې نن خپور شو ښیي، چې د ۱۵۰ ماشومانو په ګډون څه باندې ۵۰۰ ملکیان د ز۲۰۲۰ کال په لومړۍ ربعه کې د افغانستان په جګړو کې وژل شوي دي.

دغه راپور د جګړې د ښکېلو اړخونو له خوا په جنګ کې د ملکیانو د خوندیتوب، په ځانګړي ډول ټولو افغانانو ته د کوویډ۱۹ له اړخه د ور پېښ ګواښ د خپرېدو په لړ کې د ډېرو هڅو پر بېړنۍ اړتیا ټینګار کوي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) د میلادي کال په لومړیو دریو میاشتو کې ۱۲۹۳ تلفات (۵۳۳ وژل شوي او۷۶۰ ټپیان) ثبت کړي دي او ټینګار لري چې لاهم د جنګ ډېر زیان ملکي وګړو ته رسیږي.

دغه راپور د مارچ په میاشت کې چې تمه وه افغان حکومت او طالبانو د سولې خبرې اترې پیل کړې وی او د جګړو د بندولو او همدارنګه یې پر کوویډ۱۹ د افغانانو د اخته کېدو هڅو ته لومړیتوب ورکړی وی، د تاوتریخوالي ځورونکي زیاتوالي ته اشاره کوي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې او د یوناما مشرې دیبرا لینز وایي: ” زه پر ټولو اړخونو غږ کوم، چې د ملګرو ملتونو د سر منشي له خوا د نړیوال اوربند د غوښتنې له فرصت څخه ګټه پورته او له ګډ دښمن سره د مبارزې لپاره، چې د کویډ۱۹ وایروس دی، پرټولیزو هڅو تمرکز وکړي.”

نوموړې زیاته کړه: “په افغانستان کې د بې شمېره ملکیانو د ژوند خوندیتوب او د ښه راتلونکي په اړه ملت ته د هیلې ورکولو لپاره اړینه ده، چې تاوتریخوالی په اوربند سره ودرول شي او د سولې خبرې پیل شي.”

یوناما په ځانګړي ډول د مارچ په میاشت کې د تاوتریخوالي او د ملکي تلفاتو په ډېرېدو اندېښمنه ده. دا دوره له دې کبله ډېره د پام وړ ده، چې وړاندې ترې د حکومت پلوه ځواکونو او طالبانو ترمنځ د اورکم دوره چې د فبرورۍ له ۲۲ تر ۲۸ مې وه تېره شوه او د فبرورۍ په ۲۹ مې د متحده ایالتونو او طالبانو ترمنځ تړون لاسلیک شو.

د کال د لومړۍ ربعې په جریان کې د ملکي تلفاتو ډیری برخه – ۵۵ سلنه حکومت مخالفو عناصرو ته راجع کیږي، چې د ۷۱۰ ملکي تلفاتو (۲۸۲ وژل شوي او ۴۲۸ ټپیان شوي) لامل شوي دي. یوناما ۳۹سلنه طالبانو، ۱۳سلنه د داعش خراسان څانګې او پاتې نور یې د دولت ضد ناپیژندل شویوعناصرو ته منسوب کړي دي.

د ملکي وګړو وژنه چې د دولت ضد عناصرو په ځانګړې ډول طالبانو ته منسوب شوې، د ۲۰۱۹ کال د ورته مودې په پرتله په عمده توګه د هدفي وژنو او له پلټنو پرته سمدلاسه صحرایي اعدامونو د زیاتېدو له امله ۲۲ سلنه لوړه شوې ده.

د ۲۰۲۰ز کال په لومړۍ ربعه کې دولت پلوه ځواکونه د ټولو ملکي تلفاتو د ۳۲ سلنې مسؤولیت لري، چې د ۴۱۲ ملکي تلفاتو( ۱۹۸ وژل شوي او ۲۱۴ ټپیان شوي) یاد شوي دي. د اندېښنې وړ خبره ده، چې د کال په لومړیو دریو میاشتو کې، دولت پلوه ځواکونه د دولت ضد عناصرو په پرتله ماشومانو ته د زیاتو تلفاتو مسؤول دي او دغه تلفات له دوه برابرو څخه زیات شوي، چې په ځانګړي ډول د هوایي بریدونو اوځمکنیو جګړو پر مهال د غیر مستقیمو ډزو له امله رامنځته شوي دي.

یوناما د ټولو ملکي تلفاتو ۲۱ سلنه افغان ملي امنیتي ځواکونو، اته سلنه نړیوالو نظامي ځواکونو او پاتې نور یې دولت پلوه وسله والو ډلو او دولت پلوه نامعلومه
عناصرو ته منسوب کړي دي.

که څه هم یوناما د۲۰۲۰ز کال په لومړۍ ربعه کې د افغان ملي امنیتي ځواکونو له خوا د ملکي تلفاتو کمېدل ثبت کړي، خو مأموریت د دوی د عملیاتو په پایله کې د مارچ په میاشت کې د ملکي تلفاتو په ډېرېدو اندېښنه لري، په خاص ډول د ځمکنیو نښتو، په ځانګړې توګه د غیر مستقیمو ډزو او هوایي بریدونو له امله رامنځ ته شوي.

د کال په لومړۍ ربعه کې نړیوالو ځواکونو ته منسوب شوې د ملکي تلفاتو وروستۍ پېښه، د فبرورۍ په ۱۷مه د تاوتریخوالي د کمولو له دورې څخه د مخه رامنځته شوې.

تاوترېخوالی لاهم پر ماشومانو او مېرمنو تر ټولو زیات اغېز ښندي. د ۲۰۲۰ز کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې د مارچ تر ۳۱ مې پورې، یوناما د ماشومانو ۴۱۷ تلفات ( ۱۵۲ وژل شوي او ۲۶۵ ټپیان) او د ښځو ۱۶۸ تلفات (۶۰ وژل شوې او ۱۰۸ ټپیانې) ثبت کړي دي.

په مارچ کې له ډېرېدونکي تاوتریخوالي او ملکي تلفاتو سره سره، د ۲۰۲۰ز کال په لومړۍ ربعه کې د ملکي تلفاتو مجموعي شمېره د ۲۰۱۹ز کال د لومړۍ ربعې په پرتله ۲۹ سلنه کمښت په ګوته کوي چې د ۲۰۱۲ز کال راهیسې د لومړۍ ربعې تر ټولو ټیټه شمېره ده.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.