The news is by your side.

هرات ! دطالبانو خپلمنځي‌ نښته کې پراخ تلفات

خبریال ویب پاڼه – دافغانستان هرات ولایت کې وسله والو طالبانو په خپل منځ کې درنه جګړه کړې چې پراخ تلفات ورکي ‌اوښتي‌ دي . په هلمند ولایت کې وسله والو طالبانو خبریال ویب پاڼې ته وویل چې له هلمنده د هرات شنډنډ ولسوالي‌ ته تللی ولسوال او له هغه سره دوه قوماندانان (مدثر او سوغات ) له ځینو نور طالبانو سره تللي وو چې د ملا محمد رسول پر طالبانو یې برید کړی .

دا جګړه چې تېره شپه شوې ؛ دواړو لورو ته د سر دروند زیان اوښتی دی .

طالبان وايي چې د ملا محمد رسول ډلي‌(۲) کسان وژل شوي او ۶ نور یې ټپیان دي ، خو د بریدګرې ډلې (ملا هیبت الله ) د طالبانو لورته درانده تلفات اوښتي‌ دي .

طالب سرچینو خبریال ویب پاڼې ته وویل چې د ملا هیبت الله ډلي پنځه طالبان وژل شوی او (۸) نور یې تپیان دي .

تر دم ګړیه د دواړو ډلو طالبانو له لوري رسمآ څه نه دي ‌ویل شوی ، خو د پاکستان تر ولکه لاندي‌ د بلوچستان ایالت په کوټه کې مېشت یوه طالب چارواکي د پېشلمي پر مهال خبریال ویب پاڼې ته ددغه خبر پخلی وکړ او د تفصیل ورکولو یې ډډه وکړه .

که څه هم اوس طالبان تر بل هروخت پر قومي‌ جوړښت وېشل شوي دي ؛ خو د دې دواړو ډلو مشري ‌په لویه کې د نورزي قوم سره تړلي‌ مشران کوي .

فراه ته څېرمه هلمند ولایت کې بیا هغه طالبان مېشت دي چې د پاکستان مخالف ؛ خو د ایران له ملاتړ نه برخمن دي‌.

هلته بیا پراخ نفوس لرونکي د ساګزو قوم سره تړاو لري چې مشري یې ملا ګل اغا کوي ؛‌خو صدر ابراهیم هم ورسره دی .

په پاکستان کې له مېشتو ساګزو قوماندانانو صمد ثاني او شیخ عبدالحکیم مشهوره څېرې دي ‌چې په طالبانو کې پراخ نفوس لري .

د ملا محمد رسول ډله چې په لویه کې اختلافات له ساګزو سره را ټوکېدلي‌؛ اوس د طالبانو د ټولو کړنو مخالف دي او داسي‌ انګېري چې قطر مېشتي طالب مشران پر چپه لوري ‌روان دي‌.

د طالبانو د جلا شوې ډلي مشر ملا محمد رسول له کلونو د پاکستان په زندان کې دی ؛ او ددغې ډلي ‌طالبان داسي ‌انګېري چې پاکستان دا مشر د شیخ هیبت الله ډلي ‌په غوښتنه په زندان کې ساتلی دی .

که څه هم د طالبانو د شیخ هیبت الله ډلي ‌بیا بیا هڅه کړې چې د ملا محمد رسول ډله ختمه کړي‌،خو هغوی په سویل لوېدیځو ولایتو او په ځانګړي ډول فراه ولایت کې پراخ نفوس لري‌او په زور یې ختمېدل اسانه نه برېښي .

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance